سرچینې: طالبانو د ملا یعقوب مجاهد په امر له پاکستاني ځواکونو سره جګړه پیل کړې

AP ۱۴۰۴ تله ۱۹

سرچینې افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وايي، د طالبانو د دفاع وزارت د سرپرست محمد یعقوب مجاهد په امر د ډیورند کرښې په اوږدو کې له پاکستاني ځواکونو سره جګړه روانه ده. د سرچینې په وینا، دمګړی دغه جګړې د ۸ ولایتونو اړوند ډیورند کرښې په اوږدو کې روانې دي.

د سرچینې په وینا، دغه جګړې چې د محمد یعقوب مجاهد په امر پیل شوي دمګړی د هلمند، کندهار، خوست، پکتیا، پکتیکا، زابل، ننګرهار او کونړ ولایتونو اړوند ډیورند کرښې په اوږدو کې روانې دي.

تر دې مخکې هم سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې طالبانو پر کابل او ځینو سوېل ختیځو ولایتونو د پاکستان د هوايي بریدونو په غبرګون کې هلمند، پکتیا، ننګرهار او کونړ ولایتونو ته څېرمه د فرضي کرښې په اوږدو کې له پاکستاني ځواکونو سره جګړه پیل کړې ده.

له دې سره سم، په ننګرهار کې د طالبانو د ۲۰۱ خالد بن وليد قول اردو مسوولین وايي، د ننګرهار اچين ولسوالۍ بانډر درې او د دور بابا ولسوالۍ د ماشین ناو ساحو کې د فرضي کرښې پورې غاړه د پاکستاني ځواکونو دوه پوستې نیولي او په بمونو یې هم الوزولي دي.

طالبانو تر اوسه په رسمي توګه په دې تړاو څه نه دي ویلي او همداراز د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه هم کره معلومات نشته.

نور خبرونه

رادیو