طالبانو د پاکستان د هوايي بریدونو په ځواب کې پر پاکستاني ځواکونو بریدونه پیل کړل

AP ۱۴۰۴ تله ۱۹

په ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر صدیق الله قریشي وايي، د پاکستان له خوا پر افغانستان د هوايي بریدونو په غبرګون کې دغې ډلې ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د پاکستاني ځواکونو پر پوستونو بریدونه پیل کړي دي.

طالبانو ویلي، دغه بریدونه په ننګرهار او کونړ ولایتونو کې ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه اوس هم داوام لري، خو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي.

څو شیبې مخکې یو شمېر سرچینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي چې د کونړ په ناړۍ او د پکتیا د ځاځي اریوب تر څنګ په ډنډې پټان ولسوالۍ کې د ډیورنډ فرضي کرښې اوږدو کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ شدیده جګړه روانه ده.

نور خبرونه

رادیو