جرمني پلان لري چې د غزې د بیارغونې د کنفرانس کوربه توب وکړي

AP ۱۴۰۴ تله ۱۸

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر یوهان وادیفول ویلي، هېواد به یې د مصر په همکاري د غزې د بیارغونې لپاره یوه پراخه نړیواله غونډه جوړه کړي.

نوموړي ویلي چې دا ناسته به د هغو هڅو یوه برخه وي چې موخه یې د غزې د جګړې له امله د ویجاړو شوو سیمو بیارغول او د بشري وضعیت ښه کول دي.

وادیفول ټینګار کړی چې د غزې د راتلونکي په اړه هر بحث باید له سیاسي پلوه پراخ وي او د «دوه‌دولتي حل» پر بنسټ د اسراییلو او فلسطین ترمنځ دایمي سولې ته لاره هواره کړي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې چې دغه کنفرانس به د سیمه‌ییزو او نړیوالو شریکانو په ګډون ترسره شي، څو د غزې خلکو ته د بیارغونې عملي ملاتړ او د بشري مرستو د رسولو دوام یقیني شي.

نور خبرونه

رادیو