د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د هند د بهرنیو چارو وزیر سره په نوي ډیلي کې له ناستې وروسته وویل، دا لیدنه د دواړو هېوادونو د اړیکو په مسیر کې یو مهم تحول دی. د ناستې پر مهال هند د طالبانو د ډېپلوماټانو د منلو اعلان وکړ او د کابل د ماموریت د لوړولو ژمنه یې هم وکړه.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې مولوي امیر خان متقي نن د هند په پلازمېنه نوې ډیلي کې له خپل هندي سیال ډاکټر ایس. جی شنکر سره کتلي دي.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د سیاسي اړیکو د پیاوړتیا، اقتصادي همکاریو د پراختیا، د ولسونو ترمنځ د تګ راتګ، او پر سیمهییزو موضوعاتو هر اړخیز بحث کړی دی.
د خبرپاڼې له مخې، متقي د هند د بهرنیو چارو له وزیر څخه د سفر بلنې مننه کړې او دا سفر یې «یو مهم او تاریخي تحول» بللی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، متقي ویلي چې د افغانستان او هند اړیکې یوازې ډېپلوماټیکې نه دي، بلکې دواړه هېوادونه ژور تاریخي، تمدني او ولسي پیوستون لري.
نوموړي د نشهیي توکو پر ضد مبارزې، سیمهییزو اقتصادي پروژو او ټرانسپورتي دهلیزونو په برخه کې د متقابلې همکارۍ پر اړتیا ټینګار کړی او ویلې یې دي چې افغانستان د پانګونې لپاره ګڼ فرصتونه لري.
د ده په وینا، هندي پانګوال کولای شي په کرنه، روغتیا، کانونو، برېښنا او ترانسپورت کې پانګونه وکړي.
متقي هیله څرګنده کړې چې د هند حکومت دې د افغان بندیانو ستونزو ته رسېدنه وکړي، د ویزو په برخه کې دې اسانتیاوې رامنځته کړي او د واګه بندر د خلاصېدو لپاره دې هم عملي ګامونه پورته شي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د هند د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر ایس. جی شنکر د امنیت ټینګښت او د نشهیي توکو د قاچاقو د مخنیوي په برخه کې د طالبانو هڅې وستایلې او ټینګار یې وکړ چې هېواد به یې له افغانستان سره د دوه اړخیزو اړیکو د پراخېدو لپاره تعامل ته دوام ورکړي.
شنکر اعلان وکړ چې د هند د سفارت ماموریت به له تخنیکي کچې ډېپلوماټیکې کچې ته لوړ شي او په ډيلي کې د طالبانو د ډېپلوماټانو منلو ته هوکړه یې هم وکړه.
هغه د ننګرهار او کونړ وروستیو زلزلو ته په اشارې سره له افغان ولس سره د خواخوږۍ او بشري مرستو د دوام ژمنه وکړه او زیاته یې کړه چې هند به د افغان بندیانو او ویزو ستونزو د حل لپاره جدي هڅې کوي.
د خبرپاڼې له مخې، د دواړو هېوادونو وزیرانو د هوايي دهلېز د بیا فعالېدو هرکلی وکړ او د سوداګرۍ د ګډې کمېټې پر جوړېدو سره سلا شول.
همدارنګه، هند ژمنه وکړه چې د پراختیايي پروژو، په ځانګړي ډول د روغتیا، بریښنا، زیربناوو او مرستو په برخو کې خپله ښکېلتیا به لا زیاته کړي.
د ناستې په پای کې دواړو لوریو په سیمه کې د سولې، ثبات او متقابل اعتماد پر اهمیت ټینګار وکړ.