د چین د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ پر ووروستیو نښتو اندېښنه ښودلې او پر دواړو خواوو یې غږ کړی، چې پر ټولیز وضعیت تمرکز وکړي او ارام او محتاط پاتې شي. د یاد وزارت ویاند لین جیان یوې خبري ناستې ته وویل، چې بیجنګ همکارۍ ته چمتو دی.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان د دوشنبې په ورځ، د تلې پر ۲۱مه، په خپله اونیزه خبري ناسته کې وویل، چې بیجنګ د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر وروستۍ شخړوې او د دواړو هېوادونو ترمنځ پر کړکېچ اندېښمن دی.
جیان د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، « پاکستان او افغانستان دواړه د چین دوستانه ګاونډیان دي».
لین جیان زیاته کړه چې هېواد یې په رښتینې توګه غواړي دواړه هېوادونه پر ټولیز وضعیت تمرکز وکړي، ارام او محتاط پاتې شي او د یو بل اندېښنې د خبرو او مشورو له لارې حل کړي.
نوموړي وویل، چې دواړې خواوې باید د شخړو د پراختیا مخه ونیسي او په ګډه د دواړو هېوادونو او سیمې سوله او ثبات وساتي.
هغه زیاته کړه، « چین چمتو دی چې د پاکستان او افغانستان اړیکو د ښه کولو او پرمختګ په برخه کې رغنده رول ته دوام ورکړي».
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، هېواد یې له پاکستان او افغانستان دواړو غوښتي چې عملي ګامونه واخلي او په سیمه کې د چینايي اتباعو، پروژو او ادارو امنیت خوندي کړي.