په بلخ کې د طالبانو والي محمد یوسف وفا په کندها کې د ۳۴ والیانو او ولسوالانو په غونډه کې ویلي، چې «هېڅ دښمن» ته به اجازه ورنه کړي چې د دې ډلې حکومت او امیر ته زیان ورسوي. نوموړي ویلي، له خپل امیر سره یې تر مرګه بیعت کړی.
په بلخ کې د طالبانو والي محمد یوسف وفا، چې د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده د نږدې او باوري کسانو له ډلې دی، په کندهار کې د ۳۴ ولایتونو د والیانو او ولسوالانو په استازیتوب وینا کړې ده.
نوموړي د خپلې وینا پرمهال ویلي، چې له هبت الله اخوندزاده سره یې یو ځل بیا د شریعت له مخې بیعت تازه کړی او د یادې درې ورځنۍ غونډې طالب ګډونوال یې هم له هبت الله اخوندزاده سره د بیعت تازه کولو ته بللي دي.
نوموړي ویلي:«تاسې ټول ملګري له خپل امیر سره یو ځل بیا بیعت تازه کړئ، تر څو یاده لاره تر وروستۍ سلګۍ ورسره وپالو.»
نوموړي په خپله وینا کې د ټرمپ له خوا د بګرام هوايي اډې بېرته نیولو ته په اشاره ویلي:«موږ له خپل امیر سره تر مرګه بعیت کړی، که امریکایان وي، یا د هغوی معاونین او شر او فساد وي، یا هم د هغوی همکاران وي، ټول به له منځه وړو، دا مو عهد د خپل امیر سره دی.»
د طالبانو یاده درې ورځنۍ غونډه د کندهار په قول اردو کې ترسره شوه، چې د ۳۴ ولایتونو د والیانو او ولسوالانو په ګډون د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني، د دې ډلې د پوهنې، امر بالمعروف او د اطلاعاتو او کلتور وزیرانو هم پکې ګډون درلود.
سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې د یادې غونډې موخه به افغانستان کې د امریکايي استخباراتي کارکوونکو د محدود حضور په اړه مشوره کول دي، خو طالبانو بیا «اصلاحي سیمینار» بللی دی.

