صادق خان له امیرخان متقي سره د ګډو امنیتي اندېښنو په تړاو خبرې وکړې

۲ ساعتونه مخکې

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي صادق خان د «مسکو فارمټ» مشورتي غونډې په څنډه کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیر خان متقي سره د ګډو امنیتي اندېښنو د حل او همداراز د اقتصادي مسایلو په تړاو خبرې وکړې. دغې کتنې ۹۰ دقیقې دوام وکړ.

پاکستان په خپل هېواد کې د امنیتي ستونزو پر مهال تل طالبانو ته ګوته نیسي او وايي، چې د «تحریک طالبان پاکستان» غړي د ډيورند کرښې ور اوړي او هلته ترهګریز بریدونه کوي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي صادق خان د سې‌شنبې په ورځ په مسکو کې د «مسکو فارمټ مشورتي» غونډې په څنډه کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره پر همدې او نورو اقتصادي مسایلو ۹۰ دقیقې خبرې کړې دي.

نوموړي په خپله اېکس پاڼه لیکلي: «په دې کتنه کې دواړو خواوو د ګډو امنیتي اندېښنو د حل، د ټرانزیتي لارو د خوندیتوب او د ناقانونه فعالیتونو پر وړاندې د مبارزې په برخو کې پر دوامداره خبرو اترو او همکاریو ټینګار وکړ.»

صادق خان زیاتوي، په دې کتنه کې دواړو لوریو یو ځل بیا د سیمه ییز اتصال د پیاوړتیا پر اهیمت له ټينګار سربېره هوکړه وکړه، چې د ګمرکي کړنلارو د ساده کولو له لارې د دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانولو لپاره عملي اقدامات وشي.

په دې غونډه کې د سیمې د پراخ اقتصادي ثبات او پرمختګ لپاره د سیمه ییزو سوداګریزو دهلېزونو د امکاناتو پر برابرېدو هم ټينګار وشو.

پاکستان تل پر طالبانو تور پورې کوي، چې د تحریک طالبانو پاکستان غړو ته یې پناه ورکړې او هغوی بیا د ډيورند له فرضي کرښې په اوښتو سره په پاکستان کې ترهګریز بریدونه کوي، خو طالبانو بیا دغه ډول تورونه رد کړي او د پاکستان امنیتي مسایل یې د دغه هېواد کورني مسایل ګڼلي دي.

نور خبرونه

رادیو