د پاکستان پلازمېنه اسلاماباد کې یوشمېر افغان کډوالو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، چې یو ځل بیا د اېستلو بهیر ګړندی شوی او هره ورځ پولیس په بېلابېلو سیمو کې د نیولو عملیات لري. دوی وایي، په بي۱۷ ښارګوټي کې همدا نن هم پاکستاني پولیس د افغانانو د کورونو دروازو ته ولاړ دي.
د سېشنبې په ورځ (د تلې ۱۵مه) یو افغان چې د امریکا متحده ایالتونو له ځواکونو سره یې په افغانستان کې د ژباړن په توګه دنده ترسره کړې وه او اوس د یاد هېواد د مېشتېدنې بهیر ته په تمه دی، د نوم نه ښودلو په شرط وویل: «بېخي تنګ شوي یو، هره ورځ مو پولیس کورونه ته راځي او زموږ ویزې هم ختمې دي». د نوموړي په خبره؛ د پاکستان د کورنیو چارو وزارت یې د ویزو د نوي کېدو یا تمدید پروسه بنده کړې او له همدې امله اوس د دوی استوګنه ناقانونه ده.
احمدالله (مستعار نوم) چې د مخکېني جمهوري نظام پر مهال یې حکومتي دنده لرله افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې نیوکه وکړه، چې پاکستان په لوی لاس د دوی د ویزو بهیر ټکنی کړی او خپله یې دې ته لاره برابره کړې، څو د طالبانو له واکمنېدو وروسته دغه هېواد ته ورغلي افغانان ناقانونه شي. هغه زیاتوي: «که څه هم د ویزو د تمدید قیمت لوړ دی؛ خو اوس یې په هغه جیګ قیمت هم را بندې کړې. موږ څه وکړو؟ له یوې خوا یې د ویزو تمدید بند کړی او له بلې خوا رانه پولیس ویزې غواړي».
د افغانستان د جمهوري نظام تر پرځېدو وروسته سلګونه زره هغه افغانان چې د امریکا په ګډون یې د لوېدیځو هېوادونو له ځواکونو او ادارو سره دندې ترسره کړې؛ پاکستان ته کډوال شول. دوی اوس د اېستل کېدو له ګواښ سره مخ دي او وېره لري که افغانستان ته وشړل شي؛ نو د طالبانو له لوري به یې ژوند له ګواښونو سره مخ شي. د راپورونو له مخې؛ پاکستان او ایران نه یو شمېر ستانه شوي پخواني پوځیان د طالبانو له لوري شکنجه شوي، زنداني شوي او یا هم وژل شوي دي.
پاکستان په تېرو څو میاشتو کې نږدې ۵۰۰زره افغانان په جبري توګه خپل هېواد ته ستانه کړي او دا ځل یې د بشري حقونو نړۍوالو سازمانونو او یوشمېر هېوادونو هغو غوښتنو ته هم چندان پاملرنه نهده کړې، چې د افغان کډوالو د اېستلو بهیر د درېدو په تړاو یې کړې وې.