امریکايي ورځپاڼې نیویارک ټایمز په خپل تازه څېړنیز راپور کې لیکلي، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د پاکستاني طالبانو ډله (ټيټيپي) په یوه منظم، مجهز او ځواکمن جوړښت بدله شوې ده، چې د پاکستان د پوځ او پولیسو پر ضد پراخ بریدونه کوي.
دغه راپور د دوشنبې په ورځ (د تلې ۱۴مه) خپور شوی او پکې راغلي، چې د تحریک طالبان پاکستان مشران د افغان طالبانو له رژیم څخه مالي ملاتړ ترلاسه کوي او د هغوی جنګیالي په اسانۍ له افغانستان څخه پاکستان ته تګ او بېرته راتګ کوي.
نیویارک ټایمز لیکي، سره له دې چې طالبان له دې ډلې سره هر ډول ملاتړ ردوي، خو شواهد ښيي، چې د «ټيټيپي» غړي په افغانستان کې له شته شبکو څخه روزنه او د تنظیم ملاتړ ترلاسه کوي. د راپور له مخې، دغه اړیکې د دواړو ډلو د نږدې ایدیالوژیکي اړیکو او ګډو تاریخي ریښو پایله ده.
راپور زیاتوي، چې د «ټيټيپي» د عملیاتو کچه او د هغوی د بریدونو پېچلتیا په وروستیو دوو کلونو کې ډېره لوړه شوې ده. د دغې ډلې بریدونه اوس یوازې د پوځ او پولیسو پر ضد نه، بلکې په ډېرو مواردو کې ملکي وګړي هم اغېزمن کړي دي.
د پاکستان د سولې د څېړنو انستيټیوټ په وینا، د ۲۰۲۴کال تر پایه د پاکستان دننه ترهګریز بریدونه د ۲۰۱۵کال له کچې هم پورته شوي دي.
د دې بنسټ په راپور کې راغلي، دغه زیاتوالی تر ډېره د تحریک طالبان پاکستان د فعالیتونو له امله دی.
د یادې موسسې د ارزونې له مخې، پاکستان اوس د نړۍ دویم هېواد دی چې د ترهګرۍ له جدي اغېزو سره مخامخ دی.
د «ټيټيپي» د بریدونو په ځواب کې د پاکستان پوځ سږکال په اوړي کې په خېبرپښتونخوا او د ډیورنډ کرښې ته نږدې سیمو کې پراخ پوځي عملیات پیل کړل، خو د ځایي سرچینو له قوله، د دغو عملیاتو له امله زرګونه اوسېدونکي بېځایه شوي او د ناامنۍ او بېکورۍ له ګواښ سره مخ دي.
نیویارک ټایمز د خپل راپور په پای کې لیکي، چې د افغانستان له خاورې د «ټيټيپي» د ازادو فعالیتونو دوام د اسلاماباد او کابل «افغان طالبان» ترمنځ د اړیکو تر ټولو ستر خنډ بلل کېږي او د دواړو لوریو ترمنځ د باور کچه ورځ تر بلې راټیټېږي.