پاکستان له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې د افغان کډوالو په بېرته ستنولو کې ورسره مرسته وکړي

۳ ساعتونه مخکې

د کشمیر او ګلګت بلتستان لپاره د پاکستان فډرالي وزیر امیر مقام له نړۍوالې ټولنې وغوښتل، چې د افغان کډوالو د خوندي او باعزته بېرته ستنېدو لپاره له اسلام‌اباد سره مرسته وکړي.

نوموړي دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د اجرایي کمېټې د ۷۶مې غونډې چې دا مهال د سویس په جینوا ښار کې روانه ده، وکړې.

ښاغلي امیر مقام وویل: «اوس دا زموږ ګډ مسوولیت دی چې د بې‌ځایه شویو افغانانو د خوندي او باعزته بېرته ستنېدو لپاره اسانتیاوې برابرې کړو، خو دا به یوازې هغه وخت ګټوره وي، چې په افغانستان کې پر سولې، ثبات، ښوونځیو، روغتیایي خدمتونو او د کاري زمینو پانګونې وشي.»

د پاکستان حکومت په ۲۰۲۳ کال کې د امنیتي اندېښنو له امله د میلیونونو افغان کډوالو د ستنېدو پرېکړه وکړه او دمګړی په پاکستان کې نږدې ۱.۳ میلیونه ثبت‌ شوي افغانان د بېرته ستنېدو په درشل کې دي.

امیر مقام وویل، پاکستان له څلوېښتو کلونو راهیسې د شاوخوا ۴ میلیونه افغانانو کوربه دی او دا یو ستر بار دی، چې پر پاکستان اچول شوی دی.
هغه زیاته کړه: «سره له دې چې زموږ هېواد له اقتصادي ستونزو، امنیتي ننګونو او د عامه خدماتو له فشار سره مخ دی، موږ بیا هم د بشري اصولو درناوی کړی او تر خپلې وسې مو د افغان کډوالو لپاره د زده‌کړو، روغتیايي خدمتونو او کاري زمینې برابرې کړې دي.»

د ده په وینا، د کډوالو د ستنېدو لومړي پړاو کې هغه افغانان ستانه کړای شوي چې هېڅ اسناد یې نه لرل او ورپسې د «افغاني تابعیت کارټ» لرونکو د اېستنې بهیر پیل شو.

وزیر زیاته کړه، چې پاکستان د نړۍ له هغو هېوادونو دی چې د اقلیمي بدلون له جدي اغېزو سره مخ دی. هغه وویل، په روان کال کې ورښتونو او سېلابونو میلیونونه کسان بې‌ځایه کړي، زېربناوې یې ویجاړې کړي او ستر اقتصادي زیانونه یې هم اړولي دي.

هغه له نړۍوالې ټولنې وغوښتل، چې د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ملاتړ ته پراختیا ورکړي: «کله چې بېرته ستانه شوي کسان په رښتینې توګه د ملاتړ احساس وکړي نو دوی کولای شي د خپل هېواد د بیا رغونې او پرمختګ برخه وګرځي. ددې کار لپاره د ثابتو او وړ مالي سرچینو برابرول خورا مهم دي.»

امیر مقام زیاته کړه، پاکستان له ترهګرۍ سره د اوږدې جګړې له امله له سختو بشري او اقتصادي زیانونو سره مخ دی او له امله یې تر اوسه له ۹۰ زرو زیات پاکستانيان وژل شوي او دغه هېواد له ۱۵۰میلیارده ډالرو ډېر اقتصادي زیانونه زغملي دي.»

هغه ټینګار وکړ، پاکستان غواړي له نړۍوالو شریکانو سره د بشري کړکېچونو د حل لپاره اوږدمهاله لارې ولټوي.

نور خبرونه

رادیو