په تېرو ۲۴ساعتونو کې د پاکستان په پنجاب ایالت کې د سختو ورښتونو له امله د دوو ماشومانو په ګډون ۴ کسان مړه او ۲۸ نور ټپيان شوي دي. په دغه ایالت کې د نورو بارانونو اټکل هم شوی او په ملتان کې بېړنی حالت اعلان شوی دی.
د راپورونو له مخې؛ دغه تلفات د کورونو د چتونو نړېدو له امله اوښتي دي. دغه ډول مرستندویه ډلې ۱۱۲۲ کسان ژغورلي هم دي. د پنجاب د افتونو د مدیریت اداره وايي، په ملتان کې ۱۱۳ ملي متره باران شوی چې دغه کچه خورا لوړه ده.