د عمران خان تازه پرېکړه؛ محمودخان اڅکزی یې د شهباز شریف پر خلاف د اپوزېسیون مشر وټاکه

۳ ساعتونه مخکې

پاکستانۍ ډان ورځپانې په خپل یو تازه راپور کې ویلي، چې د دغه هېواد پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان له زندانه په پارلمان کې د اپوزېسیون د مشر په توګه د محمودخان اڅکزي منظوري ورکړې ده. هغه همداراز راجا ناصر عباس د پاکستان سنا مجلس کې د اپوزېسیون مشر ټاکلی.

د یاد ګوند د سرچینو په وینا؛ د دغو دواړو د نوماندۍ لیکونه به نن په رسمي توګه د ملي اسمبلۍ او سنا مجلس دارلانشا ته وسپارل شي. دغه پرېکړه وروسته له هغې وشوه، چې د پېښور عالي محکمې (PHC) هغه لنډمهاله حکم لغوه کړ چې د عمر ایوب او شبلي فراز د نااهلۍ پر پرېکړه یې د تم کېدو امر کړی و. دوی تر دې وړاندې د تحریک انصاف د اپوزېسیون مشري کوله.

د عمران خان د ګوند د عامه اړیکو او اطلاعاتو مسوول شیخ وقاص اکرم ډان ورځپاڼې ته ویلي، چې دغه پرېکړه تایید شوې. هغه زیاته کړه: «دغه پرېکړه د عمران خان د مستقیمې لارښوونې پر بنسټ شوې ده. د ملي اسمبلۍ د اپوزېسیون د مشر نوماندۍ لیک پرون (دوشنبه) لېږل شوی او د سنا اړوند لیک به نن (سې‌شنبه) وړاندې شي».

د پاکستان پارلمان پخوانی مشر اسد قیصر هم دغه پرېکړه مني او وایي: «محمود خان اڅکزی او علامه ناصر عباس دواړه تجربه‌کاره سیاست‌وال دي، چې هېڅ‌کله له خپلو اصولو نه دي تېر شوي. په اوسني کړکېچن وضعیت کې ښاغلی اڅکزی یو روښانه دریځ لرونکی او د ملي اسمبلۍ د اپوزېسیون د مشرۍ لپاره یو وړ انتخاب دی».

ښاغلي قیصر زیاته کړه: «دغه پرېکړه به د عمران خان د اپوزېسیون اتحاد لا پیاوړی کړي؛ ځکه چې محمودخان اڅکزی په عین حال کې د تحریک تحفظ ائین پاکستان (TTAP) مشر هم دی».

هم‌مهاله د عمران خان خور علیمه خان د دوشنبې په ورځ د اډیاله زندان په مخ کې رسنیو ته وویل، چې د تحریک انصاف زنداني مشر د مستقیم امر له مخې له دې وروسته یوازې د ده خويندې به د هغه پیغامونه او دریځونه ولس ته رسوي.

نوموړې خبرداری ورکړی، چې ښايي عمران خان ډېر ژر یو نامعلوم ځای ته ولېږدول شي او په بشپړې انزوا کې به وساتل شي.

نور خبرونه

رادیو