د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي له خپل روسي سیال او په کابل کې د چین او ایران له سفیرانو سره په جلا جلا کتنو کې د سیمه ییز امنیت، د ترهګرۍ پر ضد د همکاریو د څرنګوالي او د افغانستان د بشري وضعیت په اړه خبرې وکړې. دغه کتنې په مسکو کې د «مسکو فارمټ» له غونډې مخکې شوې دي.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان په خپله اېکس پاڼه لیکلي، د دوشنبې په ورځ (د تلې ۱۴مه) یې په مسکو کې د «مسکو فارمټ» له غونډې مخکې د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره په کتنه کې د افغانستان په اړه د سیمهییزې همکارۍ د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې کړې دي.
د نوموړي په وینا، په دې لیدنه کې په کابل کې د پاکستان سفیر عبیدالرحمان نظاماني هم ګډون درلود.
له دې سره سم، صادق خان په کابل کې د چین له سفیر یو شیاویونګ سره کتنه ګټوره بللې او زیاته کړې یې ده، چې په دې کتنه کې د سیمې د امنیت، د ترهګرۍ ضد همکاریو او د افغانستان د بشري وضعیت په اړه خبرې شوې دي.
د نوموړي په وینا، په دې کتنه کې یادو ستونزو ته د رسېدنې په موخه د یوې همغږې لارې د رامنځته کېدو پر اړتیا ټينګار وشو، څو ورسره په سیمه کې دایمي سوله او ثبات رامنځته شي.
په ورته وخت کې، صادق خان بیا په کابل کې د ایران له سفیر محمد رضا بهرامي سره لیدنه ژوره بللې او زیاته کړې یې ده: «موږ د افغانستان د وروستیو حالاتو په اړه مفصل بحث وکړ او د ګډو اندېښنو او په ځانګړي ډول د ترهګرۍ د دوامدار ګواښونو په اړه مو نظرونه تبادله کړل.»
د نوموړي په وینا، په دې کتنه کې د یادو مسایلو په تړاو د دوامدارو خبرو او همغږۍ پر اهمیت ټينګار وشو، څو ورسره ګډې ستونزې حل شي.