د طالبانو اوبو او انرژۍ وزیر د ټاپ پروژې له رییس سره د یادې پروژې د بهیر په اړه خبرې وکړې

۴ ساعتونه مخکې

د طالبانود اوبو او انرژۍ وزیر د ټاپ پروژې له ریيس مراد ارتیکوف او د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف سره د دې پروژې د چارو د چټکتیا په هکله خبرې اترې کړې دي.

په دې لیدنه کې چې د سې شنبې په ورځ (د تلې ۱۵مه) د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت د غونډو په تالار کې شوې، دواړو لوریو د ټاپ ( ترکمنستان – افغانستان – پاکستان) برېښنا لېږدونې پروژې د چارو د چټکتیا په اړه خبرې کړې دي.

په دې لیدنه کې د طالبانو د اوبو او برېښنا وزیر عبداللطیف منصور د سیمې د هېوادونو لپاره د دغې پروژې پر حیاتي ارزښت د ټینګار ترڅنګ ویلي، چې طالبان د دې پروژې د چارو د چټکتیا په برخه کې هر راز همکاري ته ژمن دی.

طالب وزیر ددې همکاریو د څرنګتیا په اړه جزئیات نه دي ور کړي.

هغه زیاته کړې، چې د ټاپ پروژې لار نقشه د دوی تر څېړنې او بیاکتنې لاندې ده او د مولوي هبت الله له لوري تر تایید وروسته به د لاسلیکولو لپاره چمتو شي.

د ټاپ پروژې ریيس مراد ارتیکوف د یادې پروژې د پلي کولو په برخه کې د درې واړو هېوادونو( ترکمنستان، افغانستان او پاکستان) د همغږي او چمتووالي په هکله خبر ورکړی او د لومړنیو عملي اقداماتو د چمتوکولو د بهیر پر چټکتیا یې ټينګار کړی دی.

د ټاپ برېښنا نړیوالې پروژې موخه له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته د برېښنا انرژي لېږدول دي، خو ددې پروژې په چارو کې تر اوسه پام وړ پرمختګ نه دی شوی.

نور خبرونه

رادیو