د کابل یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې سناپ چټ، ټیک ټاک او انسټاګرام له وي پي این پرته کار نه کوي، خو د فیسبوک، ټویټر او یو ټیوب په څېر شبکې کار کوي. طالبانو تازه پر یو شمېر ټولنیزو شبکو محدودیت لګولی او په کندهار کې یې د نوري فایبر کورني خدمات قطع کړي دي.
ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې اوس مهال ټيک ټاک، انسټاګرام او سنېپ چټ په مستقیم ډول نه خلاصیږي او یوازې د وي پياین په وسیله لاسرسی ورته شونی دی.
یوه سرچینه وايي: «طالبان وایي انټرنېټ خلاص دی، خو موږ له وي پياین پرته ځينې اپلیکیشنونه نه شو کارولی. حتا د ځینو خبري پاڼو وېب سایټونه هم بند ښکاري.»
د طالبانو مخابراتو وزارت د مخابراتي شبکو او د انټرنېټ د وېش ادارو له استازو سره په ناسته کې غوښتنه کړې، چې د انټرنیټي محدودیتونو د عملي کولو په برخه کې ورسره همکاري وکړي.