د طالبانو بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د مسکو فرمټ په ناسته کې وویل چې وسلهوالو ډلو د تجهیز او روزنې مرکزونه د سیمې په نورو هېوادونو کې جوړ کړي، نه په افغانستان کې. نوموړي هغه راپورونه بېاساسه وبلل چې ګواکې په افغانستان کې وسلهوالې ډلې فعالیت کوي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د افغانستان په اړه د مسکو فرمټ په اوومه ناسته کې ویلي چې په افغانستان کې د ناامنۍ ټول عوامل له منځه تللي او سیمه باید د تېرو غلطو محاسبو قرباني نه شي.
متقي وویل: «په تېرو څلورو کلونو کې د ناامنۍ ټول عوامل په افغانستان کې له منځه تللي دي، زموږ نظر دا دی چې دې مثبت پرمختګ سره همکاري وشي او لا ښه مدیریت شي، زموږ سیمه باید بیا د تېرو محاسبو او نیمګړو پالیسیو له امله د ناامنۍ قرباني نه شي.»
هغه د ځینو هېوادونو د وروستۍ ګډې اعلامیې په تړاو چې په افغانستان کې د وسلهوالو ډلو د حضور خبره پکې شوې، رد کړه او ویې ویل: «په افغانستان کې داسې ډله نشته چې د افغانستان له خاورې نورو هېوادونو ته ګواښ پېښ کړي.»
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې د سیمې هېوادونه باید د خپل امنیت د خرابېدو پړه پر نورو وانچوي، بلکې خپله یې مسوولیت ومني.
نوموړي زیاته کړه: «هیله ده له ناامنۍ ځورېدونکي هېوادونه خپل مسوولیت په خپله اوږه واخلي.»
متقي په خپلو خبرو کې وویل: «ځینې لوري فعاله هڅه کوي چې د راغلي امنیت د ستاینې پر ځای افغانستان سیمې ته د خطر په حیث معرفي کړي، زه دا هڅې په کلکو ټکو غندم.»
هغه زیاته کړه، د طالبانو حکومت اندېښنه لري چې داعش او ځینو نورو ډلو د سیمې په نورو هېوادونو کې د تجهیز او روزنې مرکزونه جوړ کړي دي.
متقي وویل: «زموږ معلومات دا دي چې په دې وروستیو کې داعش او ځینو نورو ډلو د سیمې په نورو هېوادونو کې د تجهیز او روزنې مراکز جوړ کړي دي، چې دا موضوع د اسلامي امارت لپاره د اندېښنې وړ ده.»
نوموړي په خپله وینا کې په مشخص ډول د کوم هېواد نوم یاد نه کړ خو له دې وړاندې طالبانو ویلي وو چې د پاکستان په بلوچستان کې د داعش مرکزونه فعال شوي دي.