د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ویلي، مسکو د امریکا او طالبانو ترمنځ د هغو خبرو هرکلی کوي چې کابل کې د امریکا سفارت د بیاپرانیستلو په اړه روانې دي. کابلوف وویل: «که امریکا له طالبانو سره د خپل سفارت د بېرته پرانیستلو په اړه خبرې کوي، موږ د دې کار هرکلی کوو.»
ضمیر کابلوف د سې شنبې په ورځ (د تلې۱۵مه) د مسکو فارمټ مشورتي ناستې څنډه کې خبریالانو ته وویل: «روسیه هېڅ پلان نه لري چې په افغانستان کې پوځي ځواکونه ځای پر ځای کړي.»
تر دې وړاندې د طالبانو ویاند تایید کړې وه چې دغه ډله له امریکا سره په واشنګتن کې د خپل سفارت او په کابل کې د امریکا د سفارت د بیرته پرانیستلو په اړه خبرې کوي.
نوموړي زیاته کړه چې امیرخان متقي د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره په لیدنه کې په ټینګار سره ویلي چې طالبان به هېڅ بهرني ځواک ته په افغانستان کې د پوځي اډو د جوړولو اجازه ورنه کړي او دا خبره د بګرام اډې په اړه هم صدق کوي.
ذبیحالله مجاهد له سکای نیوز سره په مرکه کې د بګرام په اړه وویل: «افغانان به هېڅکله اجازه ورنه کړي چې خاوره یې بل چاته وسپارل شي.»
امریکايي چارواکو تر اوسه په رسمي توګه له طالبانو سره د سفارت د بېرته پرانیستلو پر سر د خبرو په تړاو څه نه دي ویلي.
تر دې وړاندې امریکايي چارواکي څو ځله کابل ته د خپلو بندي وګړو د خلاصون لپاره تللي دي.