تازه خبر

هبت‌الله اخوندزاده: د کندهار پرېکړې باید په ټول افغانستان کې پلي شي

۳ ساعتونه مخکې

د طالبانو مشر د دې ډلې د والیانو او ولسوالانو سیمینار کې ویلي، هره پرېکړه چې له کندهاره صادرېږي، باید په ټول افغانستان کې د کندهار په څېر له توپیر پرته پلې شي. سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د انټرنیټ د محدودولو او نوري فایبر قطع کولو پرېکړه هم له سیمینار وروسته شوې.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، هغه دا څرګندونې په کندهار کې د والیانو او ولسوالانو د سیمینار پر مهال کړې دي چې د طالبانو د کورنيو چارو وزیر سراج‌الدين حقاني هم پکې ګډون کړی و.

اخوندزاده ټینګار کړی « لکه څنګه چې په کندهار کې حکمونه او فرمانونه پلي کېږي، په کابل او نورو ولایتونو کې هم باید همداسې عملي شي».

نوموړي زیاته کړې چې د افغانستان په اړه پرېکړې یوازې د طالبانو د مشرانو صلاحیت دی او د ټيټې کچې طالبان د پرېکړو په برخه کې د مداخلې حق نه لري.

هغه زیاته کړې، « د هر مجاهد دنده اطاعت دی».

د سرچینو په وینا، د انټرنېټ د محدودولو او د نوري فایبر د قطع کولو پرېکړه هم له دې سیمینار وروسته شوې ده.

سرچینې وايي، په دې ناسته کې د انټرنیټ او نوري فایبر لپاره د متبادلو لارو وړاندیز شوی.

نور خبرونه

رادیو