د طالبانو صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی وايي، افغانستان او قزاقستان پرېکړه کړې چې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ کچه تر درې میلیارد ډالرو ورسوي او د افغان-ترانس رېلپټلۍ د پروژې د چټکې عملي کېدا لپاره ګډ ګامونه پورته کړي.
ددغه وزارت له خوا د سې شنبې په ورځ، د تلې پر ۱۵مه، په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نورالدین عزیزي نن په کابل کې د قزاقستان د ترانسپورت وزارت له مرستیال جانبیک تایجاناف او د صنعت او ودانیزو چارو له مرستیال سره ولیدل.
په دې لیدنه کې د قزاقستان سفیر ګازیز اکباسوف هم ګډون کړی و.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دواړو لوریو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو، سوداګرۍ پراختیا، د افغان–ترانس رېلپټلۍ پروژې او د صادراتي توکو د ترانزیټ د اسانتیاوو په اړه مفصلې خبرې وکړې.
خبرپاڼه وايي، د دې لیدنې یوه مهمه موضوع د قزاق-افغان ګډ نندارتون د جوړېدو پلان و، چې موخه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د صنعتي او سوداګریزو اړیکو پراخول دي.