په کابل کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو مخابراتو وزارت له مخابراتي شرکتونو نه پر انټرنېټ د محدودیتونو برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده. په ورته وخت کې سرچینو له کندهار نه وویل، چې د ځینو شبکو د نوري فایبر خدمات قطع شوي او په ځینو سیمو کې ټولنیزې شبکې کار نه کوي.
د طالبانو مخابراتو وزارت د سې شنبې په ورځ، د تلې پر ۱۵مه، د انټرنېټ له وېشونکو شرکتونو سره ناسته کړې او له یادو شرکتونو یې غوښتي، چې د انټرنېټ د فلټر کولو په پلان کې ورسره همکاري وکړي.
سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په دغه پلان کې مجازي شبکو لکه انسټاګرام، ټېلېګرام، فېسبوک، ټېکټاک او نورو ټولنيزو پلېټفارمونو ته د ازاد لاسرسي محدودل او د انټرنېټ وېش محدودول شامل دي.
سرچینې وايي، د طالبانو مخابراتو وزارت په همدې موخه له شرکتونو سره ناسته کړې او د ټولو مخابراتي شرکتونو استازو ته يې سپارښتنه کړې، چې یادې پرېکړې عملي کړي.
په کندهار کې یو شمېر شرکتونو خپلو مشتریانو ته پیغامونه لیږلي، چې د کورونو نوري فایبر تر دویمې خبرتیا پورې قطع شوی.
د سرچينو په وينا، دغه بندیزونه تر اوسه په محدود ډول عملي شوي، او ځينې مهم بنسټونه لکه بانکونه او صرافۍلا هم انټرنېټ ته لاسرسی لري.
سرچینو دغه راز وویل، چې مولوي هبت الله د والیانو او ولسوالانو د سیمینار پر مهال د کندهار په څېر په ټول افغانستان کې د خپلو پرېکړو د پلیتابه امر کړی دی. په دې پرېکړو کې د نوري فایبر د قطع کولو پرېکړه هم شامله ده.
اخوندزاده ټینګار کړی « لکه څنګه چې په کندهار کې حکمونه او فرمانونه پلي کېږي، په کابل او نورو ولایتونو کې هم باید همداسې عملي شي».
نوموړي زیاته کړې چې د افغانستان په اړه پرېکړې یوازې د طالبانو د مشرانو صلاحیت دی او د ټيټې کچې طالبان د پرېکړو په برخه کې د مداخلې حق نه لري.
هغه زیاته کړې، « د هر مجاهد دنده اطاعت دی».