متقي وايي روسیې د سیمې په کچه داسې مثال پرېښود چې تاریخ به یې یاد ساتي

۴ ساعتونه مخکې

د مسکو فارمټ مشورتي ناستې په څنډه کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره په لیدنه کې وویل، « مسکو د سیمې په کچه داسې مثال پرېښود چې تاریخ به یې یاد ساتي».

دواړو لوریو د ترهګرۍ او نشه‌يي توکو خلاف پر ګډې مبارزې ټینګار کړی.

د دواړو لوریو ترمېنځ خبرو په پر دریو محورونو تمرکز درلود چې د ترهګرۍ ضد همکاري، د مخدره توکو قاچاق کمول او په سیمه‌ییزو زیربنایي او اقتصادي پروژو کې د افغانستان ګډون پکې شامل دي.

امیر خان متقي په دې لیدنه کې له لاوروف نه شپږ ځله مننه وکړه او د روسیې له خوا د طالبانو رژیم په رسمیت پېژندل یې وستایل.

هغه وویل: «تاسې د سیمې په کچه داسې بېلګه پرېښوده چې تاریخ به یې یاد وساتي او دا پروسه به زموږ او ستاسو اړیکې مثبت لور ته روانې کړي.»

امیر خان متقي ټینګار وکړ چې اوس د عملي همکاریو لپاره زمینه برابره شوې او باید دوه‌ اړخیزې او څو‌ اړخیزې عملي چارې پیل شي.

متقي د امنیت او نشه یي توکو په تړاو وویل: «موږ په دې فکر یو چې په سیمه کې له تلپاتې امنیت او ثبات پرته پرمختګ ناممکن دی، د همدې موخو د ترلاسه کولو لپاره به د نشه یي توکو د قاچاق او امنیتي ننګونو پر وړاندې زموږ مبارزه روانه وي».

لاوروف په خپلو خبرو کې وویل چې د سیمې او نړۍ عمومي وضعیت اسانه نه دی خو د طالبانو د حکومت ګامونه د افغانستان د ثبات لپاره مهم دي.

هغه وویل: «موږ لیواله یو چې له خپلو افغانو همکارانو سره په هره ممکنه توګه مرسته وکړو، څو د نشه‌يي توکو د قاچاق، ترهګرۍ، او جرمونو پر ضد مبارزه کې نوې بریاوې ترلاسه شي.»

لاوروف یادونه کړې چې ملګرو ملتونو اړوند ادارو هم د نشه‌یي توکو د کموالي په اړه مثبت پرمختګونه ثبت کړي دي.

نور خبرونه

رادیو