په کندهار کې د طالبانو مشر او والیانو او ولسوالانو درې ورځنۍ غونډه نن پای ته ورسېده. د غونډې پیلېدو پر مهال سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و چې د طالبانو مشر د بګرام په اړه له والیانو او ولسوالانو سره مشورې کوي، خو د طالبانو په خبرپاڼه کې د بګرام هېڅ یادونه نه ده شوې.
طالبانو د سې شنبې په ورځ (د تلې ۱۵مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ملا هبتالله اخوندزاده خپلو والیانو او ولسوالانو ته وویل چې «که چاته مې دنده ورکړه دا یو امانت دی، که مې بیرته ځینې واخیسته دا هم زما حق دی، ځکه هرڅه د الله تعالی په اراده کیږي.»
نوموړي وویل چې د ده فرامین او حکمونه باید تر علماوو، طالبانو او خلکو ورسیږي.
هبتالله والیانو او ولسوالانو ته په خطاب کې ویلي، چې دوی د نظام قوت او استازي دي او ټول خلک د دوی تر حکم لاندې دي او که دوی د خپل امیر ښه استازولي وکړي نو خلک به له دوی سره همکار شي.
هغه زیاته کړې: «ستاسې تر لاس لاندې پوره وطن دی، خلکو ته ترغیب ورکړئ، هر مشر د خپل ماتحت لپاره امام دی، په هر ولایت او ولسوالۍ کې د هغه ولایت د والي او ولسوال اثار د خلکو په چلند او رویه کې معلومیږي».
هبتالله زیاته کړې چې کشرانو ته باید داسې دندې ونه سپارل شي چې وروسته یې بیا سرته نه شي رسولی. هغه ټینګار کړی چې کار باید اهل کار ته وسپارل شي.
پر طالبانو نیوکې دي، چې حکومت او ادارې یې انحصاي کړې او له طالبانو پرته بل چاته ونډه نه ور کول کیږي.
د طالبانو مشر د پخوانیو مجاهدینو نیتونه ناسم بللي او وايي، چې «په افغانستان کې ډير جهادونه وشول، خو چې نیتونه یې سم نه وو، نو هغه اثار پرې مرتب نه شول چې د جهاد اهداف بلل کیدل او افغانستان یې در په در کړ، پر چوکۍ جنګونه شول، ډلبازۍ شوې او وینې توییدو ته لارې هوارې شوې.»
هغه د دیني عالمانو دغه سیمینار ته په وینا کې ویلي، چې په دنیا کې د الله په نزد قدرمن او بهترین خلک علما دي.
هبتالله د سیمنیار له ګډون والو غوښتي، چې له انسي او جني شیطانانو پنا وغواړي.
هغه زیاته کړې، « قل اغوذ برب الفلق او قل اعوذ برب الناس ډیر وايئ، استغفرالله ډیره ډیره وايئ، ذکر ډیر کوئ، چې د ذکر په برکت له شيطاني وسوسو څخه وساتل شئ.»
له دې وړاندې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې ملا هبت الله خپل والیان او منځپوړي چارواکي په افغانستان کې د متحده ایالاتو د محدود استخباراتي حضور په تړاو د مشورې لپاره غوښتې دي.