شننه

د انټرنېټ پرې کولو سره مخالفت؛ ایا دا د کابل او کندهار لومړنۍ ښکاره مقابله ده؟

AP ۱۴۰۴ تله ۱۵

د طالبانو د مشر له لوري د انټرنېټ د پرې کولو تر امر وروسته، افغانستان د ۴۸ ساعتونو لپاره له نړۍ سره د اړیکو په تورو شپو کې ډوب شو. دې کار نه یوازې په هېواد کې ټولنیز او اقتصادي بحران راولاړ کړ، بلکې د ځینو سرچینو په وینا، د طالبانو د مشرانو ترمنځ یې هم اختلافونه راوپارول.

ملي شوک او کابل کې سپکاوی
په ټول هېواد کې د انټرنېټ او مخابراتي خدماتو قطع کېدو د خلکو ورځنی ژوند، سوداګري، دولتي او تعلیمي خدمات په بشپړ ډول فلج کړل. هېچا د داسې یوې پرېکړې تمه نه لرله. د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد چې له طالبانو سره نږدې اړیکې لري، وویل چې د طالبانو وزیران ټول حیران شوي او داسې ښکاري چې طالبانو مشر د انټرنېټ د پرې کولو پایلې سمې نه وې ارزولې.

یو طالب چارواکي له واشنګټن پوسټ ورځپاڼې سره په مرکه کې اعتراف وکړ چې د انټرنېټ قطع کول د طالبانو د حکومت او د افغانستان د اقتصاد لپاره ډېر سخت زیانونه درلودل. دغه طالب چارواکي وویل: «هر څه په ټپه ولاړ دي.» هغه حتا زیاته کړې: «موږ له انټرنېټ پرته ژوند نه شو کولای.»

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، یو طالب چارواکي د دغې ډلې رییس‌الوزرا ته ویلي وو: «موږ داسې احساس کاوه لکه بېرته د ډبرو دور ته ورګرځېدلي یو؛ نه تماس و، نه کار، نه بانک او نه هم اړیکې.»

د سرچینو په وینا، دغې پرېکړه د طالبانو مشرانو ترمنځ، په ځانګړي ډول د کابل او کندهار د کړیو ترمنځ، اختلاف رامنځته کړي. داسې ښکاري چې د طالبانو کابینه له دې پرېکړې سره موافقه نه وه. سرچینو ویلي، د طالبانو حکومت نږدې یوه اونۍ د انټرنېټ د پرې کولو په اړه بحث وکړ، خو وروستی امر پخپله هبت‌الله ورکړ.

د فایبر نوري له پرې کېدو سره، مخابراتي خدمتونه هم ودرېدل. د دولتي او سوداګریزو ادارو هغه کارونه چې په تېرو شلو کلونو کې له انټرنېټ او برېښنايي سیسټمونو سره تړلي وو، ګډوډ شول. له ۴۸ ساعتونو وروسته، طالبانو پرته له رسمي اعلان څخه یو ځل بیا د افغانستان انټرنېټ فعاله کړ. [ خو اوس یې یوځل بیا محدودیتونه لولي دي]. دغې ډلې د انټرنېټ د پرې کېدو او بیا نښلولو په اړه هېڅ خبرتیا نه ده خپره کړې. ویل کیږي چې انټرنېټ د طالبانو د رییس‌الوزرا، ملا حسن اخوند په امر بېرته فعال شو.

د طالبانو پلویانو په ټولنیزو شبکو کې د «مننه بابا» تر نوم لاندې د ملا حسن اخوند د دې پرېکړې هرکلی وکړ.

سرچینو ویلي چې د طالبانو لوړپوړو مشرانو په کابل کې د عبدالغني برادر، یعقوب مجاهد، مولوي کبیر، سراج‌الدین حقاني، امیرخان متقي او عبدالسلام حنفي په ګډون له ملا حسن اخوند سره د انټرنېټ د پرې کولو په اړه لیدلي وو. دې غونډې دا څرګندوله چې د طالبانو د واکمنۍ د طرز په اړه د کابل او کندهار ترمنځ ژور اختلافونه شته. د کابل طالب چارواکي، سره له دې چې تل هڅه کوي د هبت‌الله له امرونو اطاعت ښکاره کړي، خو په ټولو پرېکړو یې خوښ نه دي.

د کندهار له لوري «شفاهي امر»

سرچینې وايي چې د انټرنېټ د پرې کولو امر لومړی د طالبانو د بلخ والي یوسف وفا چې د طالبانو د مشر له نږدې کسانو څخه دی، عملي کړ او بیا نورو ولایتونو ته وغځېد.

د طالبانو د مشر ځانګړي منشي مفتي عبدالحکیم د هبت‌الله شفاهي پیغام کابل کې مخابراتي شرکتونو ته ورساوه، چې پکې راغلي وو: «انټرنېټ سمدستي پرې کړئ، که نه، ټول به له دندې ګوښه شئ.»

له دې پیغام وروسته، ټولې شبکې بندې شوې.

په کابل کې «نرم بغاوت»

د طالبانو تر واک لاندې ارګ کې نږدې سرچینې وایي، د طالبانو کابینې وزیرانو خبرداری ورکړ چې که په هېواد کې انټرنېت فعاله نه شي ګډوډي به رامنځته شي. د دغو سرچینو په وینا، ملا حسن د انټرنېټ د بیا فعالېدو سره موافق شو او ویې ویل: «چمتو دی چې د دې پرېکړې له امله له دندې ګوښه شي.»

دا د هبت‌الله د فرمان پر وړاندې لومړنی عملي اقدام و او په حقیقت کې د یوې نرمې سیاسي نافرمانۍ په توګه ګڼل کېږي. خو ظاهراً د دې عمل ځواب په کندهار کې سخت و.

په کندهار کې سرچینې وايي، هبت‌الله اخوندزاده د انټرنېټ د بیا فعالېدو په اړه ژور ناراضه دی. هغه یوې ډلې ملایانو ته په کندهار کې ویلي: «د فایبر نوري انټرنېټ فعالول زموږ د اسلامي نظام د جسد خاورو ته سپارل دي. اوس د غربي جمهوریت او اسلامي امارت ترمنځ هېڅ توپیر پاتې نه دی.»

د طالبانوحکومت ته د نږدې سرچینو په وینا، یو لوړپوړي چارواکي ویلي چې: «شیخ [هبت‌الله] فکر کاوه یوازې د کیبلي انټرنېټ شبکې به وتړل شي، نه تلیفوني اړیکې.» دغه طالب چارواکی باور لري چې د ملا هبت‌الله پرېکړه هم د طالبانو د حکومت صلاحیت او هم د رهبر شخصي اعتبار تر پوښتنې لاندې راوستی دی.

ښکاري چې د طالبانو د مشر فرمانونو د دې ډلې د حکومت لپاره ستونزې رامنځته کړي دي. د طالبانو حکومت په نړیواله کچه منزوي دی او داسې مهمه موضوع لکه د انټرنېټ پرې کول چې د خلکو د ورځني ژوند سره تړلې ده، د ټولنې ژوره نارضایتي رامنځته کړې وه. له همدې امله د طالبانو ځواکمنې څېرې په کابل کې حاضرې شوې چې د انټرنېټ په اړه د خپل مشر فرمان له پامه وغورځوي.

شاید د انټرنېټ د پرې کولو د دوام پر وړاندې مخالفت د طالبانو په تصمیم نیونو کې د یوې نوې لارې په توګه وګڼل شي او د مشر پر وړاندې د مخالفت تابو د طالبانو د مشرانو په منځ کې ماته شي.

نور خبرونه

رادیو