د مسکو فارمټ برخه والو له طالبانو سره په ترهګرۍ ضد مبارزه کې همکاریو ته تیاری وښود

۵ ساعتونه مخکې

د افغانستان په اړه د «مسکو فارمټ مشورتي غونډې» ګډونوالو له کابل سره د ترهګرۍ او نشه‌يي موادو پر ضد د ګډو هڅو ژمنه وکړه او څرګنده یې کړه چې له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو پراختیا ته لیوال دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل، چې د افغانستان له پرمختګ سره د مسکو فارمټ غونډې غړو هېوادونو خپله ګډه ژمنتیا تکرار کړه، څو دغه هېواد یو خپلواک، متحد او سوله ییز دولت شي.

اعلامیه زیاتوي، «ګډونوالو چمتووالی وښود، چې له کابل سره د ترهګرۍ او مخدره موادو د قاچاق پر ضد مبارزه کې مرسته وکړي او د سیمې په زیربنایي پروژو کې د افغانستان د ګډون ملاتړ وکړي.»

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د غونډې ګډونوالو د طالبانو له حکومت سره د سوداګرۍ، اقتصادي همکاریو او په افغانستان کې د پانګونې په اړه لېولتیا څرګنده کړې.

اعلامیه دغه راز له افغانستان سره د نړیوالو بشري مرستو پر اهمیت ټینګار کوي او وايي، چې غړو هېوادونو ددې مرستو غیر سیاسي کېدل غوښتي دي.

د مسکو فارمټ په ناسته کې د روسیې ترڅنګ د هند، ایران، قزاقستان، چین، قرغیزستان، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان استازو ګډون درلود.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي هم د سې شنبې ورځې په دې غونډه کې حاضر و.

نور خبرونه

رادیو