له کندوز ولایت نه سرچینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې له تېرې شپې راهیسې پر کندوز یو ځل بیا د افغان ټېلیکام او نوري فایبر انترنېټ بند شوی و؛ خو د سېشنبې په ورځ د (تلې ۱۵مه) شاوخوا ۱۲بجې یو ځل بیا دغه خدمتونه پیل شول.
تر دې وړاندې هم د کندوز په ګډون د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ملاهبت الله د شفاهي امر له مخې د انټرنېټي بندیز لړۍ پیل شوه وه، چې بالاخره ټول هېواد ته وغځېده. تېره اونۍ په ټول هېواد کې د ۴۸ساعتونو لپاره انټرنېټ پرې شوی و او د طالبانو د رییس الوزرا ملا حسن اخوند په امر بېرته خلاص شو.
اوس هم د خلکو ترمنځ اندېښنې شته، چې طالبان هر وخت دغه بندیز بیا پلی کولای شي. د راپورونو له مخې؛ ملاهبت الله په افغانستان کې د انټرنېټ کارونې او په ځانګړې توګه د دوی پر خلاف خواله رسنیو کې له شریکېدونکو نظریاتو او معلوماتو څخه لوی ډار لري. د بشري حقونو سازمانونو په ګډون یو شمېر هېوادونو هم د ملاهبت الله لوري پر افغانستان د انترنېټ بندیز غیرانساني عمل بلل شوی و.
افغان فعالانو هم د «افغانستان افلاین» په نوم د خواله رسنیو کمپاین پیل کړی و او په کې یې د طالبانو له لوري دغه چاره د پرمختګونو پر وړاندې خنډ بللې وه. د طالبانو د ۴۸ساعته انټرنېټي بندیز له کبله سوداګر، کاروباریانو، پانګهوال او ان هټۍوال هم له مالي اړخه دارنه زیانونه ولیدل. د دغه بندیز له کبله د افغانستان بانکونه او خپله د طالبانو ځینې حکومتي اداراې هم په بشپړه توګه فلج شوې وې.