د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمدصادق خان ویلي، چې د روسیې، چین او ایران له استازو سره په څلور اړخیزه ناسته کې یې د یوه خپلواک، سولهییز او له بهرني نفوذ څخه د پاک افغانستان په اړه خبرې کړې دي.
نوموړي د سېشنبې په ورځ د (تلې ۱۵مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، چې په دغه ناسته کې د سیمې د سولې او امنیت پر اړوندو موضوعاتو هم بحث شوی دی.
د صادق خان په خبره؛ د څلورو یادو هېوادونو له مهمو اندېښنو څخه یوه دا ده، چې لا هم په افغانستان کې د بېلابېلو «ترهګريزو ډلو» حضور دوام لري چې د پاکستاني طالبانو تحریک، د بلوڅ بېلتون غوښتونکو وسلهوال، د ختیځ ترکستان اسلامي تحریک، جیشالعدل، داعش او القاعده ډلې پهکې شاملې دي.
هغه زیاته کړې، د دغه ګډو ګواښونو په رڼا کې څلورو هېوادونو د ترهګرۍ پر ضد د لا زیاتې همغږۍ او شریکو اقداماتو پر اړتیا هم ټینګار کړی دی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هم د دوشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې څلور اړخیزه غونډه کې د «مسکو فارمټ» د ناستې د محتوا او وروستي سند د چمتووالي په اړه هم خبرې اترې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې باوري سرچینو د یکشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته ویلي و د دغې څلور اړخیزې ناستې اصلي محور د افغانستان په خاوره کې د هر ډول بهرنۍ پوځي اډې د جوړېدو مخالفت دی.