کابلوف وايي د مسکو فارمټ غونډه کې د بګرام په تړاو د امریکا پر دریځ بحث نه کیږي

۳ ساعتونه مخکې

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت سلاکار او د افغانستان لپاره د دغه هېواد د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې د افغانستان په اړه د مسکو د خبرو اترو اوومه غونډه د بګرام هوايي اډې په تړاو د امریکاپر وروستي دریځ بحث نه کوي.

ضمیر کابلوف د سې شنبې په ورځ، د تلې پر ۱۴مه د روسیې تاس اژانس ته وویل، چې د مسکو فرمټ ناسته کې دده په وینا، په دغسې بې معنا خبرې بحث نه کیږي.

هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، «نه، په داسې بې‌معنا خبرې به هیڅ بحث ونه شي».

خو د کابلوف له دې څرګندونو سره هممهاله د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ددې ناستې په پرانېستونکې وینا کې وویل، چې په افغانستان او سیمه کې د درېیمو هېوادونو پوځي تاسیسات دوی ته د منلو وړ نه دي او دا په سیمه کې بې ثباتي رامنځته کولای شي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له دې وړاندې خبرداری ورکړی و چې که طالبان د بګرام هوايي اډه بېرته ور ونه سپاري، نو «بدې پېښې» به وشي.

د مسکو فرمټ ناسته نن سې شنبه د افغانستان او د سیمې د هېوادونو د استازو په ګډون پیل شوه او د لومړي ځل لپاره د طالبانو یوه پلاوي په دې غونډه کې په رسمي ډول ګډون وکړ.

روسیه لومړنی هېواد دی، چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پېژندلی، خو د کابل او مسکو ترمنځ اړیکې تر اوسه لاهم په ټیټه کچه ساتل کیږي.

نور خبرونه

رادیو