انتونیو ګوترېش: افغانستان کې د روغتيايي خدمتونو د نشتوالي له امله د مېندو مړینه ډېره شوې

۳ ساعتونه مخکې

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوترېش د خواشینۍ په څرګندولو سره ويلي، چې په افغانستان کې د روغتيايي خدمتونو د نشتوالي له امله د مېندو مړینه هم ډېره شوې ده. هغه وایي، په افغانستان کې د زده‌کړو او کار په ګډون د ښځو ګڼ حقونه تر پښو لاندې کېږي.

هغه زیاته کړې، په نړۍواله کچه د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی ډېر شوی او تېر کال۶۷۶ مېلیونه ښځې د جګړو کرښو ته نږدې مېشتې وې. د هغه په وینا؛ ښځې په ټوله نړۍ کې له بېلابېلو تاوتریخوالي او شخړو سره مخ دي.

نور خبرونه

رادیو