طالبانو د نورم او سټنډرډ ادارې نوم په «معیار او کیفیت ادارې» بدل کړ

۲ ساعتونه مخکې

د طالبانو د نورم او سټنډرډ ادارې نن سې‌شنبه (د تلې ۱۵مه) خبر ورکړی، چې د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخوند په امر یې د دغه ادارې نوم په رسمي ډول په (معیار او کیفیت ادارې) اړولی او ورسره یې لوګو هم بدله کړې ده.

دغې ادارې پر اېکس پاڼه لیکلي، دغه پرېکړه ځکه شوې چې د معیار جوړولو ادارې ماموریت او هدفونه په ښه توګه انعکاس شي، د لوړ کیفیت فرهنګ دود شي او د تولیدوونکي او مصرفوونکي ترمنځ باور رامنځته شي. طالبانو تر دې وړاندې د علومو اکاډمۍ د ژبپوهنې څانګې ته د انګلیسي ژبې د لغتونو یو نوملړ استولی و او له هغوی یې غوښتي و، چې د دغه لغتونو لپاره په پښتو، دري یا عربي ژبو کې بدیلونه پيدا او جوړ کړي.

نور خبرونه

رادیو