د طالبانو د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، چې د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د لومړیو شپږو میاشتو په موده کې په ټول هېواد کې څهباندې یو میلیون او ۶۶ زره برېښنایي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.
د طالبانو تر واک لاندې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د سې شنبې په ورځ، د تلې پر ۱۴مه وویل، چې په هېواد کې د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش بهیر له پیل څخه تر اوسه ۱۶ میلیونه او ۵۶۱ زره هېوادوالو ته برېښنایي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.
دې ادارې وویل، چې یوازې په تېرو شپږو میاشتو کې څهباندې یو میلیون او ۶۶ زره برېښنایي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.
یادې ادارې د شنبې په ورځ (د تلې ۱۲مه) ویلي و، چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې د هېواد دننه او بهر نږدې ۴۳ زره کاغذي تذکرې تایید او تصدیق کړې دي.
همدا راز په یاده موده کې یې د یو میلیون او درې سوه زرو کسانو د هویت د تثبیت خبر هم ورکړی دی.
د برېښنايي تذکرو د وېش چارې د لومړي ځل لپاره د تېر جمهوري نظام د حکومت پرمهال پیل شوې.