ملګري ملتونه: په ۲۰۲۵کال کې له ایران او پاکستان نه ۲.۶مېلیونه کډوال افغانستان ته تللي

۲ ساعتونه مخکې

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې نن سې‌شنبه (د تلې ۱۵مه) ویلي، په ۲۰۲۵ کال کې له ایران او پاکستان نه تر ۲.۶ مېلیونو ډېر افغانان افغانستان ته ستانه شوي چې ډېره برخه یې په جبري توګه اېستل شوي دي.

یادې ادارې ویلي، دغه کډوال داسې هېواد ته ستانه شوي چې هلته د څو لسیزو جګړو زیان اوس هم نه‌دی جبران شوی او ژوند کول په‌کې ګران کار دی. دغه اداره زیاتوي، په دغه کډوالو کې ښځې او نجونې هم شاملې دي چې په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا د هغوی پر زده‌کړو، کار او نورو بشري حقونو بندیزونه لګول شوي دي.

نور خبرونه

رادیو