د طالبانو کورنیو چارو وزارت په لوګر او هرات کې د غلو د نیول کېدو خبر ورکړی دی. د لوګر په محمداغه ولسوالۍ کې د غلو یوه ۹ کسیزه وسله واله ډله او په هرات ولایت کې یوه مېرمن د درې میلیونه افغانیو د غلا په تور، نیول شوي.
د طالبانو کورنیو چارو وزارت د تلې پر ۱۴مه وویل، چې د لوګر په محمداغه ولسوالۍ کې نهه کسیزه ډله «مسلکي غله» وو چې په تکرار سره یې په بېلابېلو سیمو کې د خلکو کورونه لوټل.
یاد وزارت وايي، دغه کسان د محمداغې ولسوالۍ په ده نو سیمه کې د یوې بلې غلا د هڅې پرمهال ونیول شول.
د خبرپاڼې له مخې، له نیول شویو کسانو څخه یو موټر، یو موټرسایکل، درې میله وسلې او یو شمېر پوځي تجهیزات هم ترلاسه شوي دي.
په ورته وخت کې، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د هرات پولیسو یوه ښځه د درې میلیونه افغانیو د غلا په تور نیولې ده.
د طالبانو په وینا، نوموړې په لومړنیو پلټنو کې خپل جرم منلی او د هغې دوسیه عدلي او قضایي ادارو ته سپارل شوې ده.