د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي رېچارډ بېنېټ د ملګرو ملتونو له خوا په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو څیړنې میکانیزم جوړول «تاریخي پړاو» بللی او ویلي یې دي چې دا به د جدي جنایتونو د څېړنې ترڅنګ د راتلونکو عدلي قضیو د اسنادو په راټولولو کې مرسته وکړي.
بېنېټ په خپل ایکس پوسټ کې لیکلي:«د افغانستان د خلکو د عدالت د ترلاسه کولو په لاره کې د خپلواک څېړنیز میکانیزم رامنځته کېدل یو تاریخي پړاو دی، دا به جدي جنایتونه وڅېړي او د راتلونکو جزایي محاکمو د ترسره کولو زمینه به برابره کړي، چې د جرمونو نړیوالې محکمې د کار مرستندوی بلل کېږي. نن د بشري حقونو شورا د افغان ژونديو پاتې شویو غږ واورېد.»
د بشري حقونو شورا دا پرېکړهلیک په اتفاقي رایو تصویب کړی دی.
د دې پرېکړې له مخې، د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت څارنه او د جرمونو د مستند کولو بهیر به نور هم پیاوړی او پراخ شي.
شنونکي وايي، د دغه میکانیزم جوړېدل نه یوازې د تېرو دوو لسیزو د جنایتونو د ثبت او څېړنې لپاره مهم دي، بلکې د عدالت، حسابورکولو او د افغانانو د باور د بیا راژوندي کولو په لور یو عملي ګام دی.