د افغانستان د بشري حقونو فعالانو او سیاسي څېرو شهرزاد اکبر، فوزیه کوفي او منیژه باختري د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا له هغه پرېکړه لیک هرکلی کړی، چې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو د څېړنې لپاره یو خپلواک نړیوال میکانیزم تضمینوي.
د بشري حقونو فعالې او د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون پخوانۍ مشرې شهرزاد اکبر د دوشنبې په ورځ وویل، چې د مدني ټولنې او د بشري حقونو سازمانونو ګډو هڅو ناممکن، ممکن کړل.
د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیه کوفي هم ددې پرېکړې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا پرېکړه د ښځو، نجونو او نورو زیانمنو قشرونو د حقونو د خوندیتوب لپاره یو مهم ګام دی.
هغې پر ایکس لیکلي:«موږ له ډېر وخته د قوي څیړنیز میکانیزم غوښتنه کوله، چې د افغانستان د بشري حقونو ژوره کړکېچنه وضعه وڅېړل شي، دا پرېکړه نه یوازې د ښځو او نجونو پر ضد د سیسټماټیکو سرغړونو په رسمیت پېژندلو معنا لري، بلکې د هغو جرمونو د ثبت زمینه هم برابروي چې د طالبانو او نورو ډلو له لوري ترسره شوي دي.»
په اتریش کې افغانې سفیرې منیژه باختري هم ددې پرېکړې ستاینه کړې او ویلي یې دي:«د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا پرېکړه لیک په کلکه د طالبانو د سیسټماټیکو سرغړونو، د ښځو او نجونو د ځورونې او د لږکیو پر ضد د بریدونو غندنه کوي، د خپلواک څېړنیز میکانیزم جوړول د نړیوالو جرمونو د حساب ورکولو لپاره یو مهم ګام دی».
باختري زیاته کړې، دا پرېکړه نه یوازې د ښځو او نجونو، بلکې د ټولو هغو قربانیانو لپاره د عدالت او حسابورکولو پر لور یو مهم ګام ګڼل کېږي، چې د طالبانو لهخوا تر فشار او تاوتریخوالي لاندې راغلي دي.