د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت وایي، د رېل پټلۍ معیین په ابوظبۍ کې د رېل پټلۍ په نړیوال کنفرانس کې ګډون کړی دی. یاد وزارت وايي، دا پروژه د منځنۍ اسیا هېوادونه له جنوبي اسیا سره نښلوي او د افغانستان د اقتصاد لپاره مهمه ده.
ددغه ورزات له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، دا نندارتون د سپټمبر له ۳۰مې د اکتوبر تر دویمې پورې روان و، چې د نړۍ له شاوخوا ۱۰۰هېوادونو او ۲۰۰ نړیوالو شرکتونو استازو پکې برخه اخیستې وه.
د نندارتون موخه د پټلۍ د نویو پروژو معرفي، د رېلپټلۍ د عصري ټکنالوژیو ننداره او د هېوادونو ترمنځ د همکارۍ پیاوړتیا بلل شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، په نندارتون کې د افغانستان لپاره ځانګړې غرفه هم بېله شوې وه، چې له لارې یې د هرات، فراه، نیمروز، هلمند، کندهار د پټلۍ د نوې پروژې په اړه هراړخیز معلومات وړاندې شول.
خبرپاڼه زیاتوي، دغه پروژه د منځنۍ اسیا هېوادونه د جنوبي اسیا له هېوادونو سره نښلوي او د افغانستان لپاره د اقتصادي او ترانزیټي اهمیت لرونکې سیمه ییزه لاره ګڼل کېږي.
د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت په وینا، مولوي اسحاق صاحبزاده د غونډې په څنډه کې د سیمې د پټلۍ چارواکو او تخنیکي ټیمونو سره، په ځانګړي ډول د اماراتو، ترکمنستان او ازبکستان له استازو سره دوه اړخیزې او درې اړخیزې ناستې وکړې.
د وزارت د معلوماتو له مخې، په دې لیدنو کې د پټلۍ په برخه کې د ګډو پانګونو، تخنیکي همکارۍ او د پروژو د پیاوړتیا پر موضوعاتو خبرې شوې دي.
ددغه وزارت خبرپاڼه کې همدا راز راغلي، دا ګډون به د افغانستان د رېل پټلۍ پروژو د نړېوال اعتبار، سیمهییزو اړیکو او د پانګونې د جذب په برخه کې مثبت اغېز ولري.