افغان ورزشکار روح الله موسوي د هسپانیا یو «نه ماتېدونکی» لوبغاړی مات کړی

۳ ساعتونه مخکې

د افغانستان د مویي تای ملي لوبغاړي سید روح الله موسوي د مويي تای مسلکي سیالیو کې نه ماتېدونکي هسپانوي لوبغاړي ماریو راموس ویلا ته ماته ورکړه.

دا لوبه د تلې پر ۱۳مه په سویډن کې ترسره شوه او لوبڅار له دریو پړاوونو وروسته موسوي د بریالي لوبغاي په توګه اعلان کړ.

دا بری د مویي تای په برخه کې د سید روح الله موسوي لسمه مسلکي بریا ده.

له هسپانوي سیال سره د هغه لوبه د مويي تای سیالیو لیګ یا MTFL غوره مبارزه وټاکل شوه.

له هسپانیې څخه ماریو راموس ویلا په خپلو شپږو پخوانیو مسلکي لوبو کې نه ماتېدونکی و، او د روح الله موسوي په وړاندې ماتې د هغه په ​​مسلک کې لومړۍ ماتې وه.

دا بریا د افغانستان لپاره د موسوي وروستۍ اروپايي بریا ده. هغه مخکې په ۲۰۲۳ کې د نړۍ اتلولي او په ۲۰۲۵ کې د هیواد لپاره د آسیا اتلولي ګټلې وه.

نور خبرونه

رادیو