د ملي مقاومت جبهې یوې باوري سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د دې جبهې تلفات تر اوسه ۵۳۷ کسانو ته رسېدلي دي. د سرچینې په وینا، ۱۴۹ تنه ټپیان شوي، ۱۲ معلول شوي او ۴۷۷ تنه یې بندیان شوي دي.
د جبهې د وضعیت د ارزونې له مخې، د تلفاتو لوړوالی د بېلابېلو عواملو له امله دی چې د امنیتي ضعف شته والی، لیکو ته د طالبانو نفوذ، د معلوماتو افشا کېدل، او داخلي اختلافات ټول پکې شاملیږي.
د رپوټ له مخې، د بغلان په نهرین ولسوالۍ کې د ۱۴۰۴ کال د وږي پر۱۲مه د مقاومت جبهې یو مخکښ قوماندان قیوم کهګدای او له دې وړاندې د صمد کهګدای مشهور په «قوماندان حمزه» د وژل کېدو لامل په ټولنیزو شبکو کې د یادو قوماندانانو د موقعیت افشا کول و.
په راپور کې ویل شوي چې طالبان د ساده خو اغېزناکو تاکتیکونو؛ نفوذ، کمین او د ټولنیزو شبکو د معلوماتو د کارولو له لارې د مقاومت جبهې پر ځواکونو بریدونه کوي. په مقابل کې، مقاومت او ازادۍ جبهې د خپل اطلاعاتي جوړښت د پیاړتیا توان نه دی پیدا کړی او زیاتره ځواکونه یې د پخوانۍ اردو روزل شوي سرتېري دي، چې د غلچکۍ جګړې تجربه نه لري.
سره له دې، د مقاومت او ازادۍ جبهې ادعا کوي چې پر طالبانو یې ګڼ شمېر عملیات کړي او د هغوی تلفات یې هم لوړ کړي دي.
د راپورونو او د ملګرو ملتونو د څارنو له مخې، مقاومت جبهه لا هم فعال حضور لري او پر طالبانو دوامداره بریدونه کوي.