د بشري حقونو د څار بنسټ د اسیا څانګې څېړونکې فرشته عباسي وایي، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا له خوا د افغانستان د بشري حقونو د سرغړونو د څېړلو لپاره د یوه خپلواک میکانېزم جوړول د عدالت پر لور یو تاریخي ګام دی.
هغې زیاته کړې: «طالبان او ټول هغه کسان چې د افغانستان د بشري جنایتونو مسوول دي، نور نه شي تښتېدلی، ځکه شواهد راټولېږي او چمتو کېږي څو یو وخت د عدالت مخې ته ودرول شي.»
د بشري حقونو د څار بنسټ په اعلامیه کې راغلي، دا میکانیزم به یوازې د طالبانو د اوسنیو بشري سرغړونو څېړنه نه کوي، بلکې د پخوانیو چارواکو، جنګسالارانو او ان د نړۍوالو ځواکونو احتمالي جنایتونه به هم تر څېړنې لاندې ونیسي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ۲۰۲۵کال د اکټوبر په ۶مه نېټه پرېکړه وکړه، چې د افغانستان د بشري حقونو د سرغړونو د څېړنې لپاره یو خپلواک میکانیزم جوړ کړي. دغه اقدام د اروپایي ټولنې په مشري د اجماع له لارې تصویب شو او موخه یې دا ده، چې د طالبانو او نورو اړخونو لهخوا ترسره شوي جنایتونه مستند او د عدالت لپاره خوندي شي.
څېړونکې فرشته عباسي وایي: «د دې پرېکړې ارزښت دا دی چې د عدالت تله یوازې د یوه اړخ پر وړاندې نه درېږي، بلکې د ټولو قربانیانو درد او غږ ته یو شان درناوی کوي.»
هغې ټینګار کړی، چې د دې پرېکړې عملي کېدل باید بې له ځنډه پیل شي: «اوس وخت د دې دی چې دا میکانیزم په چټکۍ سره فعال شي، څو د شواهدو راټولول او د دوسیو جوړول پیل کړي. د افغانستان د ښځو او نجونو ژوند هره ورځ د طالبانو تر واکمنۍ لاندې محدودېږي او د دوی درد نور د انتظار وړ نه دی.»
نوموړې د اروپایي ټولنې ستاینه وکړه او ویې ویل:«اروپایي ټولنې په زړورتیا دا ګام واخیست او نړۍ ته یې وښوده چې عدالت د جغرافیې او سیاست تابع نه دی. د بشري حقونو شورا غړو د دې پرېکړې په تصویب سره یو قوي پیغام ورکړ چې د عدالت په لټه کې د دوهګونو معیارونو ځای نشته.»
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د دې پرېکړې له مخې، د افغانستان د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکوونکي دنده هم وغځول شوه، څو د نوي میکانیزم د څارنې برخه وي. همدارنګه، د ملګرو ملتونو سرمنشي ته سپارښتنه شوې، چې دا اداره ژر تر ژره فعاله کړي، څو د مالي ستونزو له کبله یې کار و نه ځنډېږي.
فرشته عباسي وویل: «دا پرېکړه د هغو افغانانو لپاره چې د کلونو جګړو، شکنجو او ظلمونو قربانیان دي، د هیلو یو نوی څرک دی. نړۍ باید دا ځل یوازې خبرې نه، بلکې د عدالت د پلي کېدو لپاره عمل وکړي.»
د یادولو وړ ده، چې دا نوی میکانیزم به د هغو کړنو پلټنه کوي چې د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو د حقونو د سلب کېدو، د زدهکړې، روغتیا او تګ راتګ د ازادۍ د محدودېدو او د جنسیتي ځورونې سبب شوې دي. دا اداره به شواهد راټولوي، ساتي او د هغو کسانو دوسیې چمتو کوي چې د بشریت پر وړاندې د جنایتونو مسوول ګڼل کېږي.