په بن کې مخکینی افغان کونسل: د بن کونسلګرۍ کنټرول طالبانو پر غاړه اخیستی

۳ ساعتونه مخکې

د جرمني په بن ښار کې د افغان کونسلګرۍ مخکینی سرپرست حامد ننګیالي کبیري وايي، «د ظلم پر بنسټ جوړ شوي رژیم ټاکل شويو کسانو ته اجازه ورکړل شوه، چې په اروپايي خاوره کې د افغان ډېپلوماتیک ماموریت کنټرول پر غاړه واخلي».

د جرمني په بن ښار کې د افغان کونسلګرۍ پخواني سرپرست حامد ننګیالي کبیري نن یکشنبه، د تلې ۱۴مه پر خپل اېکس د اندېښنې په ښودلو سره لیکلي، چې « په بن کې کونسلګري د افغانانو د خدمت لپاره جوړه شوې وه، نه د هغو کسانو د مشروعیت لپاره، چې دوی خاموشوي.»

حامد ننګیالي کبیري د روان کال د تلې پر ۶مه اعلان وکړ، چې د جرمني له خوا د طالبانو د دوو ډیپلوماټانو د منلو په غبرګون کې یې ډله ییزې استعفاوې ور کړې دي.

جرمني د طالبانو دوه استازي د ډيپلوماټانو په توګه منلي او یو استازی د بن کونسلګرۍ ته معرفی کیږي.

ننګیالی کبیري ویلي و، چې د ویانا د ۱۹۶۱ او ۳۱ کنوانسیونونو له مخې ټول وسایط، تجهیزات او منقولې او غیر منقولې شتمنۍ د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ته سپاري.

نور خبرونه

رادیو