په داسې حال کې چې له پاکستان او ایران سربېره ځينو اروپايي هېوادونو د افغان کډوالو اېستلو ته ملا تړلې، د طالبانو د رييس الوزراء اداري مرستیال د سیمې او نړۍ له هېوادونو وغوښتل، چې د کډوالو د حقونو د تأمین په برخه کې خپل مسوولیتونه ترسره کړي.
د طالبانو د رييس الوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د دوشنبې په ورځ (د تلې ۱۴مه) په افغانستان کې د اروپایي ټولنې د استازولۍ له شارژدافیرې ویرونیکا بوسکوویچ او مل پلاوي سره په کتنه کې په هېواد کې اقلیمي بدلونونو، طبیعې پېښو او راستنو شویو افغانانو ته په اشارې سره د سیمې او نړۍ له هېوادونو وغوښتل، چې د کډوالو حقونو ته پام وکړي.
مېرمن ویرونیکا بوسکوویچ په دې کتنه کې په ډاګه کړه، اروپايي ټولنه په پام کې لري چې له راستنېدونکو سره د مسکن او کارموندنې په برخو کې همکاري وکړي.
نوموړې د کونړ له زلزله ځپلو سره د اروپایي ټولنې مرستو ته په اشارې سره وویل، دغه ټولنه چمتو ده چې په افغانستان کې د روږدو په درملنه کې هم همکاري وکړي.
په نړۍ او په ځانګړې توګه د افغانستان په ګاونډيو هېوادونو کې افغان کډوال له ډېرو سختو شرایطو او همداراز د ځايي پولیسو له ناسم چلند سره مخ دي او دوی له نړۍوالو بشري سازمانونو غواړي، چې پر کوربه هېوادونو فشار راوړي، څو په زوره د افغان کډوالو له اېستنې او همداراز له ځورونې لاس واخلي.
د راپورونو لهمخې، د روان کال له پیل څخه تر اوسه یوازې له پاکستان او ایران څخه څه باندې ۱ میلیون کسان په زوره بېرته هېواد ته اړول شوي دي.