د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي انډریکا راټواټي له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې د کونړ د زلزلهځپلو خلکو د بېړنیو اړتیاوو په ځانګړي ډول د سرپناه د برابرولو لپاره عاجل اقدام وکړي.
اوچا پر اېکس خواله رسنۍ د اڼدریکا راټواټي کونړ ته د سفر ويډیو خپره کړې، چې وایي: «د ژمي د نږدې کېدو او د بارانونو له پیل سره د کونړ زلزلهځپلې کورنۍ له سختو ستونزو سره مخ دي او ډېری کورنۍ وايي، چې دوی د ژمي لپاره نه اسباب لري او نه هم د اوسېدو خوندي ځای.»
راټواټي ټینګار کړی، چې نړۍواله ټولنه باید د ژمي له راسېدو دمخه د سرپناه، خوراکي توکو او نورو اړینو توکو د برابرولو لپاره سمدستي ګامونه پورته کړي.
د روان کال د اګست پر ۳۱مه د کونړ ولایت په څو ولسوالیو کې زوروره زلزله وشوه، چې شدت یې د ریښتر په کچه ۶.۰ درجې ثبت شوی و.
د راپورونو له مخې، په دې پېښه کې لږ تر لږه ۲۲۰۵ کسان مړه او ۳۶۴۰ ټپیان شوي دي. همداراز، شاوخوا ۵۴۰۰ کورونه ویجاړ شوي دي او په ډېرو سیمو کې ښوونځي، کلینیکونه او د خلکو استوګنځایونه د استعمال وړ نه دي پاتې شوي.
د طبیعي ناورینونو د مدیریت ادارې وایي، د زلزلې له امله د کونړ ولایت په خاص کونړ، نورګل، څوکۍ او چپه دره ولسوالیو کې زیانونه خورا پراخ دي. زرګونه کورنۍ بېکوره شوې او د ملګرو ملتونو په وینا، د زرګونو کسانو ژوند د یخنۍ او لوږې له ګواښ سره مخ دی.