که څه هم په ولسواک نظام کې د هېواد د رهبرۍ او د چارو د تنظیم لپاره چارواکي د خلکو له خوا د ټاکنو له لارې غوره کېږي، خو د طالبانو د سرحدونو وزارت مرستیال ادعا لري، چې د طالبانو هر وزیر، والي او مامور د ولس لهمنځه «انتخاب» شوی.
د هېواد په کچه انتخاب یا غوراوی د ولسواک نظام یوه اساسي ځانګړنه ده. په ولسواک نظامونو کې د هېواد مشران او چارواکي د خلکو په مستقیمو رایو سره د ټاکنو له لارې غوره کېږي، خو د طالبانو په حاکمیت کې په لومړي سر کې څوکۍ میراثي دي او یا هم د «انډیوالۍ» سیستم پر مخ وړي.
د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ مرستیال محمد علي جان احمد د دوشنبې په ورځ (د تلې ۱۴مه) په جوزجان کې په یوې ولسي غونډه کې ادعا وکړه: «د نظام هر وزير، والي او مامور د همدې ولس لهمنځه انتخاب شوي او ټول مسوولین د همدې باعزته ولس خدمتګاران دي.» هغه د دغه انتخاب د څرنګوالي په تړاو نور څه ونهویل، په داسې حال کې چې هر طالب د دوی د مشر هبتالله له لوري په مستقیم امر مقرر او یا هم له دندې ګوښه کېږي.
هغه همداراز وویل، «زموږ لپار ژبه، قوم او رنګ معيار نه دی بلکې موږ انسان ته د دین په تله ګورو او په همدې بنیاد د هغه د مال او ځان ساتنه خپل شرعي مکلفیت بولو.»
د یادونې وړ ده، پر طالبانو تور دی چې په لومړي سر کې له طالب پرته بل څوک په نظام کې له ځانه سره نه پرېږدي او مهمې څوکۍ هم میراثي شوي یعنې د لومړي دور حاکمیت د طالب مشرانو زامن اوس په مهمو وزارتونو کې دي.