د بشري حقونو مدافعانو ټولنه: د ملګرو ملتونو پرېکړه به د افغانستان د عدالت بهیر پیاوړی کړي

۳ ساعتونه مخکې

د بشري حقونو مدافعانو ټولنې (HRD+) د ملګرو ملتونو د بشر حقونو شورا د هغه پرېکړه لیک هرکلی کړی چې د افغانستان د بشري حقونو د سرغړونو د څېړنې لپاره یو خپلواک او دایمي نړیوال میکانیزم جوړوي. ټولنې ویلي چې دا کار به انتقالي عدالت پلی او د عامه باور بیا راژوندي کېدو ته لاره اواره کړي.

د دې ټولنې له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې دا پرېکړه د افغان قربانیانو او د مدني ټولنې لپاره یو تاریخي ګام دی، ځکه د افغانستان د جګړې د جرمونو او نړیوالو سرغړونو د مستندولو، ارزونې او حساب‌ورکونې لپاره به پراخ صلاحیت ولري.

د بشري حقونو د مدافعانو ټولنې ویلي، چې که څه هم دا پرېکړه ناوخته شوې، خو د حقیقت‌ موندنې او عدالت د ټینګښت لپاره یو مهم پړاو بلل کېږي.

یادې ټولنې ویلي، په تېرو دریو کلونو کې یې له نړیوالو ملګرو نه پرله‌پسې غوښتنه کړې وه، چې د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت لپاره دغه ډول میکانیزم جوړ شي.

په اعلامیه کې راغلي، دا پرېکړه لیک د هغو افغان ښځو، نجونو، لږکیو او د بشري حقونو د فعالانو د زړورتیا نښه ده چې د فشارونو او چوپتیا تر سیوري لاندې یې د عدالت غږ ژوندی ساتلی دی.

د بشري حقونو د ملاتړ کوونکو ټولنې په اعلامیه کې له ملګرو ملتونو غوښتي چې د دغه میکانیزم د عملي کولو بهیر بې له ځنډه پیل کړي، کافي سرچینې ورته برابرې کړي، او نړیوال بنسټونه، دولتونه او مدني ټولنې وهڅوي چې بشپړ ملاتړ یې وکړي.

یاده ټولنه وايي، دغه پرېکړه لیک به د افغانستان لپاره د انتقالي عدالت، حساب‌ورکونې، د حقیقت‌موندنې او د عامه باور د بیا راژوندي کولو لاره اواره کړي.

نور خبرونه

رادیو