فراګیر ډلې د بشري حقونو د سرغړونو د څېړلو په تړاو د میکانیزم له تصویبېدو هرکلی وکړ

۴ ساعتونه مخکې

د «فراګیر» په نوم ډلې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا له هغه نوي پرېکړه‌لیک هرکلی وکړ، چې له مخې به یې په افغانستان کې د بشري حقونو سرغړونو او نړۍوالو جرمونو د اسنادو راټولولو لپاره یو خپلواک څېړنیز میکانیزم جوړ شي.

دغې ډلې د دوشنبې په ورځ (د تلې ۱۴مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره یاد میکانیزم ډېر مهم بللی او په وینا یې دا به د افغانانو پروړاندې روانه سیسټماټیکه ځورونه په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو سرغړونې وڅېړي او مستند کړي.

اعلامیه کاږي، د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو پروړاندې د سرغړونو زیاتوالی او د بنسټیزو ازادیو ځپل د افغان ولس کړاونه لا پسې ژور کړي او په وینا یې د دوی د معلوماتو له‌مخې، سره له دې چې په افغانستان کې وسله والې جګړې راکمې شوي، خو وېره، ناامني او ناهیلۍ لا هم پر خپل ځای دي.

د اعلامیې پر بنسټ: «د حقونو له لاسه ورکول، د نجونو پر زده کړو بندیز، اقتصادي ستونزې، د قومي او مذهبي لږکیو او د پخوانیو دولتي کارکوونکو پروړاندې تبعیضي چلند، پراخه څارنه، جبري تري تم کېدل، غېر قانوني نیونې او بې محاکمې وژنې د وېرې یوه فضا رامنځته کړې ده.»

د اعلامیې له‌مخې، په افغانستان کې د طالبانو له لوري پر انټرنېټ وروستی لنډ مهاله بندیز د دې ښکارندويي کوي، چې دغه ډله غواړي افغانان چوپ او له نړۍ څخه یې جلا کړي.

د دغې ډلې په وینا، سره له دې چې د دې میکانېزم منل تاریخي ارزښت لري، خو د دې اعتبار او اغېز به یوازې د دې له چټک، شفاف او اغېزناک پلي کېدنې پورې تړلی وي.

یادې ډلې له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې د دې میکانېزم د پلي کېدنې لپاره پیاوړی سیاسي، ډیپلوماتیک او مالي ملاتړ برابر کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې نن د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو د څارلو لپاره د نړۍوال حساب ورکولو میکانیزم پرېکړه‌لیک تصویب کړ. دغه پرېکړه‌لیک چې د بشري حقونو د سرغړونو د معافیت مخنیوی کوي او د څارنې لپاره لوړ میکانیزم جوړوي، د شورا د ټولو غړو له خوا تایید شو.

دغه پرېکړه‌لیک طالبان او نور ټول مسوول اړخونه او کسان متوجې کوي، چې په راتلونکي کې به له عدالت او محکمې سره مخ شي.

نور خبرونه

رادیو