یونېسف: په ختیځ افغانستان کې زلزله‌ځپلي ماشومان د سېلابونو او یخنۍ له ګواښ سره مخ دي

۲ ساعتونه مخکې

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) استازی تاج‌الدین اویوواله وایي، چې د بارانونو له پیل سره د ختیځ افغانستان د زلزله‌ځپلو سیمو اوسېدونکي په ځانګړي ډول ماشومان د سېلابونو، ناروغیو او یخنۍ له شدیدو ګواښونو سره مخ دي.

اویوواله د دوشنبې په ورځ (د تلې ۱۴مه) په خپله اېکس خواله رسنۍ کې لیکلي: «بارانونه پیل شوي او له دې سره د سېلابونو، ساري ناروغیو او یخنۍ ګواښ د هغو ټولنو لپاره زیات شوی، چې د زلزلې له امله زیانمنې شوې دي، په ځانګړي ډول ماشومان چې تر ټولو زیات زیانمن کېږي.»

د هغه په وینا، یونېسف د ۲۱.۶ میلیونه ډالرو مرستې غوښتنه کړې، خو تر اوسه یې بشپړ تمویل نه دی ترلاسه کړی. نوموړي له نړۍوالو مرسته‌کوونکو وغوښتل، چې د افغانستان له ماشومانو سره په دې بحراني پړاو کې بېړنۍ مرسته وکړي.

د روان کال د اګست پر ۳۱مه په کونړ ولایت کې په بېلابېلو ولسوالیو کې یوه زوروره زلزله وشوه، چې شدت یې د ریښتر په کچه ۶.۰ درجې ثبت شوی و. د راپورونو له مخې، په دې زلزله کې لږ تر لږه ۲۲۰۵ کسان مړه او شاوخوا ۳۶۴۰ ټپیان شوي دي. د قربانیانو په منځ کې سلګونه ماشومان شامل وو.

سربېره پر دې، د زلزلې له امله زرګونه کورونه ویجاړ شوي، ګڼ شمېر ښوونځي او روغتیايي مرکزونه زیانمن شوي، ماشومان د زده‌کړو او لومړنیو روغتیايي خدماتو له جدي کمښت سره مخ دي.

د یونېسف په وینا، د زلزلې اغېزمن ماشومان اوس د ژمي له سړې هوا، لوږې او د ناروغیو له ګواښ سره لاس او ګرېوان دي.

نور خبرونه

رادیو