د اوکراین د میکولاییف د ولایتي ادارې مشر ویټالي کیم ویلي، چې د جګړې له نږدې څلورو کلونو په تېرېدو سره د اوکراین خلکو لا هم خپله روحیه ساتلې ده او د جګړهځپلو هېوادونو لکه افغانستان، یمن او فلسطین د خلکو په پرتله «له ژوند څخه خوند اخلي.»
کیم د اوکراین له یوې سیمهییزې رسنۍ «هلاوکام» سره په مرکه کې ویلي: «خلکو اوس زده کړې چې جګړه د ورځني ژوند د یوې برخې په توګه ومني. اوس ډېری خلک د جګړې د پای ته رسېدو په اړه د پخوا په څېر اندېښنه نه لري، بلکې د منلو مرحلې ته رسېدلي دي.»
هغه زیاته کړې: «خلکو ته باید د اوسني وضعیت په اړه روښانه معلومات ورکړل شي، څو پوه شي چې په دې شرایطو کې څه کولی شي او څنګه د خپل هېواد ملاتړ وکړي.»
کیم د خلکو د رواني ستړیا په اړه وویل: «په ۲۰۲۲کال کې خلک له جذبې ډک د پوځ لیکو ته تلل، خو له درې نیمو کلونو جګړې وروسته، دغې ستړیا خپله اغېزه پرېښې ده. اوس باید د وسلهوالو ځواکونو، د هېواد د مشرتابه او ډیپلوماټیکو هڅو پر ملاتړ باور ولرو.»
هغه د منځني ختیځ جګړهځپلو هېوادونو ته په اشارې سره وویل: «خوشبختانه پر موږ پور نشته، زموږ ملي پیسه نه ده راپرځېدلې او د نړۍوالو شریکانو د ملاتړ او د دولت د پالیسیو له برکته مو هېواد لا ژوندی دی. پرتله یې کړئ، افغانستان، یمن یا په فلسطین کې خلک څنګه ژوند کوي؟ بخښنه غواړم، خو موږ لا هم له ژوند څخه خوند اخلو، کنسرتونه، رسټورانټونه او تفریحي فعالیتونه لرو. موږ په رښتیا د شکایت کوم دلیل نه لرو.»
د میکولاییف د ولایتي ادارې مشر همداراز ویلي، د اوکراین په بېلابېلو سیمو کې د ژوند شرایط توپیر لري؛ د جګړې د لومړۍ کرښې خلک لکه د خرسون اوسېدونکي چې له سختو واقعیتونو سره مخ دي، خو په ارامو ښارونو لکه «ترنوپیل» کې خلک د ورځنیو عادي مسایلو سره ژوند کوي او دا واټن ورځ تر بلې زیاتېږي.
کیم مخکې ویلي و، سره له دې چې میکولاییف د جګړې لومړۍ کرښې ته نږدې دی، خو لا هم فعاله ټولنه لري او د دغه ښار نفوس د روسیې د یرغل تر پیل مخکې زیات شوی دی.
د یادونې وړ ده، چې د میکولاییف سیمهییزه اداره په جنوبي اوکراین کې یو رسمي دولتي ارګان دی، چې د ښار نظامي او ملکي چارې اداره کوي. دا اداره د جګړې له پیل وروسته د ولسمشر ولادمیر زېلېنسکي له لوري د ګډو پوځي او ملکي چارو د همغږۍ لپاره رامنځته شوې ده.
د اوکراین د میکولاییف د ولایتي ادارې مشر ویټالي کیم دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې دي، چې څلور کاله مخکې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته دغې ډلې د افغانستان د خلکو هره خوشحالي د لسګونو بندیزونو په لګولو سره اخیستې ده او زرګونه افغانان اوسمهال د طالبانو د سختدریځيو له امله له هېواد د تېښتې په حال کې دي.