تازه د کړکېچ نړۍوالې ډلې د یوه راپور په خپرولو سره له نړیوالې ټولنې په ځانګړي توګه له اروپايي هېوادونو غوښتي چې په افغانستان کې د اقتصادي کړکېچ د اغیزو د کمېدو لپاره له طالبانو سره خبرې ګړندۍ کړي.
په راپور کې د امریکا د بشري مرستو ناوړه پایلو ته په اشارې سره ویل شوي چې اوس په دې برخه کې د کوم پرمختګ نښه نه لیدل کیږي؛ نو ځکه په کاره ده چې اروپايي او سیمه ییز هېوادونه لاس په کار شي.
یادې ډلې ویلي چې مرسته کوونکي هېوادونه باید د هغو حقوقي او سیاسي محدودیتونو د نرمښت په برخه کې ګامونه پورته کړي چې د افغانستان د اقتصادي ودې مخه یې نیولې ده.
د راپور له مخې، د بنسټیزو خدمتونو دوام، د کارموندنې د فرصتونو رامنځته کول، د سوداګرۍ او پانګونې پر وړاندې د شته ننګونو لهمنځه وړل او د لویو بنسټیزو پروژو تطبیق کولای شي په افغانستان کې د مخ پر زیاتېدونکي فقر کچه راکمه کړي.
افغانستان په نړۍ کې د هغو هېوادونو په کتار کې دی چې د فقر او بې وزلۍ کچه پهکې ورځ تربلې مخ پر زیاتېدو ده.