ډنمارک په خپله هوايي او سمندري سیمه کې د روسيې جنګي الوتکو او کښتیو نندارې اندېښمن کړی

۲ ساعتونه مخکې

رویټرز خبري اژانس شنبه (د تلې ۱۲مه) د ډنمارک استخباراتي ادارې له خولې لیکلي، چې روسي جنګي کښتۍ د دوی په سمندري ساحه کې د دوی له کښتیو سره ځان مخامخ کوي، خپلې وسلې ښيي،د دوی لارښود سيسټمونه یې ګډوډ کړي او د ناڅاپي تاوتریخوالي خطر یې ډېر کړی دی.

د ډنمارک د استخباراتو مشر توماس آهرینکیل وویل، روسي کښتيو د ډنمارک په هوايي حریم کې او دغه ډول د دوی په سمندري ساحه کې د خپلو وسلو ننداره پيل کړې ده.

هغه زیاته کړې، یوه روسي کښتۍ له یوې اونۍ راهیسې د ډنمارک په اوبو کې ولاړه او دې جنګي نندارې د هغوی د GPS سیګنالونه یې ګډوډ کړي دي. د خبر له مخې سپينې ماڼۍ دا نظامي مانورې جدي بللي دي.

نور خبرونه

رادیو