خلیلزاد نن شنبه (د تلې ۱۲مه) پر خپله اېکس پاڼه په کراچۍ کې د داعش خراسان ډلې یوه مشر حسن د وژلو په اړه څو پوښتنې لیکلي او پاکستان ته یې د شک ګوته نیولې ده. هغه له دې پوښتنو سره یو ځای د حسن د وژل کېدو په اړه خبر هم خپور کړی دی.
د طالبانو پورې تړلې یوې ویب پاڼې المرصاد په راپور کې راغلي، چې د داعش خراسان ډلې مشر حسن د کراچۍ په ښار کې وژل شوی دی. خلیلزاد لیکي: «حسن څومره مهم و، په کراچۍ کې یې څه کار کاوه او چا وواژه؟»
هغه پر خپله اېکس پاڼه د حسن په اړه د المرصاد راپور شریک کړی او په تایید یې خپلې پوښتنې ورسره یو ځای کړي دي.
که څه هم خلیلزاد ښکاره پاکستان د داعش خراسان ډلې په ملاتړ نه دی تورن کړی، خو د المرصاد راپور او کنایه ډوله پوښتنو یې داسې ښکاري، چې هغه د پاکستان ملاتړ ته اشاره کوي.
المرصاد لیکلي، د حسن وژل په کراچۍ کې دا روښانه کوي، چې دا ښار د داعش خراسان ډلې لپاره د جذب، موقتي پټنځایونو او استخباراتي روزنې مرکز دی.