د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ لوبلړۍ؛ افغان لوبډله پرله‌پسې ماتو سره مخ ده

۶ ساعتونه مخکې

د افغانستان او بنګله‌دېش د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د شل اوریزو او یو ورځنیو لوبو لړۍ په دوېیمه لوبه کې هم بنګله‌دېش افغانستان ته ماتې ورکړه.

دغه لوبه بیګاه د متحده عربې اماراتو په شارجې لوبغالي کې وشوه چې بنګله دېش په دوو ویکټو سره بریا خپله کړه. افغانستان لومړی توپ وهنه وکړه او په ۲۰ اورونو کې یې ۱۴۷ منډې جوړې کړې، چې پکې ابراهیم ځدران د ۳۸ او رحمان‌الله ګربز د ۳۰ منډو سره مخکښ توپ وهونکي وو.

بنګله‌دېش ټاکل شوی هدف په ۲۰م اور کې پوره او د شل اوریزو د ۳ لوبو سریز کې یې دوه هغه په خپل نوم کړې.

د افغانستان بیګانۍ ماتې د کرېکټ ګڼ مینه‌وال او یو شمېر څارونکي او مبصرین غوسه کړي دي.

ګڼو افغانانو په ټولنیزو رسنیو کې د افغان ټیم د پرله‌سې ماتې د لاملونو په اړه تبصرې او پوسټونه کړي دي.

دوی وايي، د تمې خلاف افغان ټیم په عربي متحده امارتو کې د ناسم مدیریت له کبله ښه نه دی ځلېدلی دی.د کرېکټ څارونکي او مبصرین هم د ورته ستونزې په یادولو سره وايي چې افغان ټیم دا مهال د رهبرۍ له جدي ستونزې سره مخامخ دی.

د کرېکټ پر لوبو نظر لرونکی سمیع الله هلال په خبره، د راشد خان په وړتیا کې هیڅ شک نشته خو په وروستیو لوبو کې ولېدل شو چې د لوبغاړو په لوبولو کې جدي ستونزې لري. هغه زیاته کړه: هغه افغانستان انټرنشنل ته وویل: «زه فکر کوم د پرله‌پسې ماتې د لاملونو پړه بیخي ډېره په راشد خان چې زموږ ستوری لوبغاړی دی راځي، ځکه ټولې ټولنیزې لوبې د یوه کس په ښې لوبې نه ګټل کیږي، راشد خان به ښه لوبه کوي خو تر هغې چې خپل ټیم ښه مدیرت نه کړي د لوبو ګټل ستونزمن دي».

نوموړی وايي، د افغانستان کرېکټ بورډ او د غوراوي کمېټې ځینې ځوان لوبغاړي په نوملړ کې شامل کړي؛ خو بیا هم په منظم ډول د لوبېدو موقعه نه ورکول کېږي.

د افغانستان کرېکټ بورډ له وړاندې د دغه لوبلړۍ لپاره د حشمت الله شهیدي او راشدخان په مشرۍ لوبډلې اعلان کړې دي. په لوبډلو کې هڅه شوې، چې د پخوانیو لوبغاړو سربېره ځینو ځوانو لوبغاړو ته هم چانس ورکړل شي.

وړاندې د کرېکټ بورډ اجرایوي مشر نصیب خان ویلي و، چې له بنګه‌دېش سره کېدونکې لوبلړۍ د نړۍوال جام لپاره د بشپړ چمتووالي برخه ده. نوموړي ویلي و، که څه هم افغان لوبډلې په اسیا جام کې د تمې خلاف ښې لوبې ونه‌کړې؛ خو هیله یې ښودلې وه چې له بنګله‌دېش سره به په لوبو کې ښه وځلیږي.

د افغانستان د کرېکټ بورډ ادارې د معلوماتو له مخې؛ افغان لوبډله به خپله درېیمه لوبه د اکټوبر په ۵مه ترسره کړي. د یادې ادارې په وینا؛ درې یو ورځنۍ لوبې به د همدې میاشتې په ۸مه، ۱۱مه او ۱۴مه نېټه ترسره شي.

نور خبرونه

رادیو